افغانستان

د غزني اوسېدونکي: که د اربکيانو له شر نه خلاص نه شوو لوی لاريونونه به وکړو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): که څه هم په افغانستان کې اربکيانو لومړی په غزني ولايت کې سر راپورته کړ خو د غزنی اوسېدونکي اوس د اربکيانو له ظلمونو څخه تر پوزې راغلي دي.

د غزني يو شمېر اوسېدونکي وايي چې دوی له اربکيانو څخه په تنګ راغلي دي او دوی په دغه ولايت کې په چورچپاول او ظلمونو لاس پورې کړی دی.

دغزني په ښار کې د اربکيانو د ظلمونو د غندلو په موخه يوه ډله خلک چې د اربکيانو په لاسونو وژل شوی يو مړی هم ورسره و راټول شوي وو او له دولت څخه يې غوښتنه کوله چې په دغه ولايت کې داربکيانو د ظلمونو مخه ونيسي او که نه نو دوی به په لويو لاريونونو لاس پورې کړي.

د غزني يو تن قومي مشر حاجي رحمت الله چې په دغه لاريون کې يې ګډون درلود وويل چې اربکيان د ولس دخلکو د مال او عزت غله دي، کورونو ته ورځي د خلکو د کور سامان پلټي، او د نغدو پيسو په شمول يې چې څه خوښ شي له ځان سره يې وړي.

دعالم ګل په نامه يو بل تن وايي چې دوی وروسته له هغې په دغه لاريون لاس پورې کړی دی چې اربکيانو يو تن ولسي وګړی په بې رحمۍ سره هغه مهال وواژه کله چې اربکيانو غوښتل موټر سايکل ترې واخلي خو وژل شوي کس خپل موټر سايکل نه ورکاوه.

عالم ګل وويل چې مونږ د هغه مړی له ځان سره راوړی دی، د کابل ـ کندهار لويه لاره مو د اعتراض په توګه بنده کړې ده او که دولت زمونږ د وژل شوي کس پوښتنه ونه کړي دوی به يې پر وړاندې په لويو اعتراضونو لاس پورې کړي او د دولتي ادراو مخو ته به راټول شي او دولتي کارکوونکي به خپلو کارونو ته پرې نږدي.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې په غزني کې د اربکيانو ظلمونه زيات شوي چې له امله يې ولسي خلک له سختو ګواښونو سره مخ کړي دي.

په ټولنيزو چارو کې د ولسمشر سلاکار خيال محمد حسيني هم د غزني دخلکو اعتراضونه په ځای بولي او وايي چې د غزني د ولس غږ حقيقت لري او په دې وروستيو کې د اربکيانو ليکو ته چرسيان او لنډه غر ورغلي چې له امله يې ولس ته اندېښنې پيدا کړي دي.

بايد وويل شي چې تر دې وړاندې هم د غزني په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې داربکيانو له ظلمونو نه خلکو شکايت کړی و خو دولت تر دا مهاله د اربکيانو په مهارولو نه دی توانيدلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x