نظــر

دایوان ریډلي دمسلمانیدوانګېزه څه وه ؟

taliban madrasa

ایوان ریډلي دبرتانیاچاپ سنډي ایکسپریس خبریاله وه ،چي د۲۰۰۱ز،په سپټمبرکي دافغانستان داسلامي امارت له اجازې اوویزې ورکولوپرته ننګرهارته ننوتلې وه ،نوموړې دسپټمبرپر۲۸مه نیټه په ننګرهارکي دامنیتي ځواکونوله خواونیول شوه اوترلس ورځني بندوروسته داکتوبرپر۸مه نیټه خوشي شوه ،دې ترخوشي کیدووروسته «دطالبانوپه منګولوکي »په نوم کتاب ولیکه ، په کتاب کي یې دخپل تېرژوندخوږې اوترخې ،افغانستان ته راتګ ،بند،خوشي کیده اوپه لندن کي یې په اړه غبرګونونه لیکلي دي .

ریډلي دطالبانوپه منګولوکي (کتاب )لیکي چي یوه ورځ دجېل مشراودبهرینوچارووزارت دوه مامورین راغلل ،راته ویل یې چي :ته زموږمېلمنه یې ،نوردي له استخباراتوسره کارنشته ،زه ددوی په دې خبره ډیره خوشحاله شوم ځکه داددې نښه وه چي دجاسوسۍ تورراڅخه لیري شو،خوددوی پوښتنوته مي ترپایه ځوواب نه دی ویلی ،بلکي په سپکوسپورواوظالمانومي مخاطب کړل ،په پښوکي مي ورتف کړل اوځني روانه شوم .مابه له طالبانوسره ډیره ګستاخانه رویه کوله ،خوهغوی به نورهم راباندي مهربان شول اورشتیادیوې مېلمنې په سترګه یې راته کتل ،مادهغه څه له امله چي په لویدیځ کي مي ددوی په اړه اوریدلي وو،فکرکاوه چي دوی به ماووهي اوتیری به راباندي وکړي ،لکه موږچي په ګوانټاناموابوغریب او…..کي وکړل ،خوواقعیت برعکس ؤ،نه بې عزته شوم اونه هم وځورول شوم .عجیبه لاداچي دخوشي کیدوپرمهال دزندان مشریوه ښایسته دودیزه افغاني جوړه اولوپټه راته ډالۍ کړه .

وروسته لندن ته په لاره په الوتکه کي پال اشفورډدطالبانوپه اړه زمانظروغوښت ،ورته ومي ویل چي :«زماسره یې ډیرښه چلندوکړ،ښایې خلګ دهغوی ستاینه ونه زغمي ،خوزه بایدرشتیاووایم ».اشفورډځواب راکړچي :بلې !خلګ به همداسي څه (دطالبانوستاینه )خوښ نه کړي ،خورشتیاداده چي هغوی پرخپله ژمنه وفاوکړه اوستادراخوشي کیدووعده یې عملي کړه ، ماته ریچارډډیسمونډیوسپین چیک راکړی ؤچي ستادخوشي کیدوپه بدل کي یې هغوی ته وړاندي کړم ،دوی ډیرعزتمن خلګ وو ،له اخلاقویې پوه شوم چي دپیسووړاندیزبه مي ورته ددوی دسپکاوي پرته بل څه نه وي نوډډه مي ترې وکړه .

ریډلي وایې چي :دطالبانودلس ورځني درناوي برعکس چي لندن کي یوټکسي ته وختلم ټکسیوان وپیژندلم راته ویې ویل چي :«ته هغه مرغۍ نه یې چي طالبانونیولې وې ؟ماوویل هو!ایاهغوی پرتاجنسي تیری وکړ؟»،زماځواب نه ؤ،ټکسي چلونکي وویل :«که دهغوی پرځای زه وم نودجنسي تیري پرته به نه وای راڅخه تللې ».

مادطالبانوسره ژمنه کړې وه چي ترخوشي کیدووروسته به داسلام مطالعه کوم اوس نوچي دوی خپله ژمنه پوره کړه ،زه هم پرخپلې وعدې کلکله ولاړه یم ،دلته په لندن کي مي دمسلم کالج آف لندن له مشرډاکټرذکي بدوي سره ولیدل ،نوموړي داسلام په اړه دمعلوماتوراکولواوهمکارۍ ټټروواهه .

دمعلوماتوله مخي دخوشي کیدوڅخه یونیم کال وروسته ریډلي اسلام قبول کړاودمریم نوم یې ځان ته غوره کړی دی .نوموړې اوس دیوې مسلماني محجوبي میرمني په توګه دخپلوژورنالیستکي کارونوترڅنګ اسلام ته ددعوت اودمسلمانانودهوسایې هانداوهڅي کوي .

مریم (ریډلي) په یوه لیکنه کي چي واشنګټن پوسټ هم خپره کړې لیکلي چي :دطالبانوسره ترزنداني کیدومخکي حجاب لرنکي ښځي ډیري مظلومي راته ایسیدې ،خواوس راته جوته شوه چي په حجاب کي څومره عزت دی .ترخوشي کیدووروسته چي مي داسلام مطالعه پیل کړه زمادتمي خلاف چي اسلام ښځوته څومره حقوق ورکړي ؤحیرانه کړم ،کوم کسان چي دمسلمانوښځوپرحجاب نیوکي کوي اوترمنځ یې داړیکوخڼد،ربړه اودبې باورۍ سبب نوموي ،په حقیقت کي دوی نه پوهیږي چي حجاب څومره وقار،ډاډاوخوښي ښندی شي ،زه دحجاب اوبې سترۍ دواړوحالتونوتجربه لرم ،دحجاب ښېګڼي اوبې حجابۍ بدي پایلي ښه راته معلومي دي نواوس په زغرده ویلای شم چي هغه سیاستوال ،لیکوال اودبشردحقونوفعالان !! سخت تېروتلي دي چي پرحجاب نیوکي کوي ،دلویدځ زیاتره وګړي په همدې اوورته نوروپلموداسلام پردین اعتراضونه کوي ،که قران کریم په غورسره ولوستل شي هغه حقوق چي لودیځ کي میرمنواوس ترلاسه کړي اویایې دترلاسه کولوهڅي کوي اسلام څوارلس سوه کاله مخکي خپلوپیروانو(میرمنو)ته ورکړي دي .

زه چي داسلام په مبارک دین مشرفه شوم دیوې مسلماني محجوبي میرمني په حیث دلته (لویدځ ) دمهذبواومتمدنو!! ټولنواووګړوله سختوننګونواوګوتنیونوسره مخ شوم ،داسي چي مایې بیخي تصورهم نه کاوه ،یوورځ په یوه ټکسي کي کورته روانه وم ،موټروان چي زماحجاب ته پام شوعجیبه غوښتنه یې راڅخه وکړه :«دلته بمونه پټ نه کړې »،ورپسې یې عجوبه پوښتنه وکړه :«اسامه چیري دی ؟».

زه په حجاب کي ځان ډیرخوندي احساسوم ،دښکلاپه سیالۍ کي دافغاني ویداصمدزۍګډون اونیمه بربنډوجامویې ډیره حیرانه کړم خولویدیځوالودصمدزۍ داکارډیروستایه اوجایزې یې ورکړې .

ریډلي دیوې مسلماني محجوبي میرمني په توګه داسلام په دفاع کي په بیلابیلوځایونوکي ښي لیکني اوویناوي کړي دي ،ددې په اندمسلمانان دوُده (دم )شووزمریانوپه څېردي هغه داسي چي په ځینومېلوکي به مولیدلي وي ،چي یوسړي زمري ته دکوم منترپه وجه پړی وراچولی وي اولوبوي یې ،نندارچیان اوآن نیونکی پوهیږي چي دزمري سره ډیرطاقت شته که ویې کاروي سمدستي ځان خلاصولی شي ،خوزمری خپله نه پوهیږي چي له ده سره دومره زورشته .همداشان مسلمان ولسونه له خپله زوره ناخبره دي ځکه نو دکمزورومستبدواوغلاموواکمنوترجبراوجادولاندي سختي شپې تیروي ،خودخلاصون جرئت نه شي کولای ،دلته هم کټ مټ نندارچیان ، غلام واکمنان اونړیوال باداران یې پوهیږي چي عواموسره ډیرزیات زورشته که لاس په کارشي ددې بلواکوحاکمانوواکمنۍ به ډیرژرله منځه یوسي .خوافسوس چي مسلمان ولسونه لاتراوسه هم نه پوهیږي چي خدای جل جلاله څومره ډیرزورورکړی دی .په تیونس اومصرکي دمسلمانوعواموزورنړۍ ولیدچي په یوڅولاریونونویې ګوډاګي واکمنان لکه بې روحه بتان وپرځول .

دمریم (ایوان ریډلي )دمسلمانیدوانګیزه داسلام دټولنیزنظام هغه عادلانه احکام اوارشادات ووچي له مخي یې طالبانوددې سره چلندکاوه ،په پورته کرښوکي موولوستل چي ریډلي دخپلونیونکوسره – ددې په ژبه – څومره ګستاخانه رویه کوله په داسي حال کي چي ټوله ملامتي په دې که وه ،ځکه داپه ډیروترینګلوحالاتوکي په ناقانونه توګه افغانستان ته اوښتې وه ،خوهغوی( طالبانو)که څه هم ددښمن اویاشکمن بهرني تبعه په حیث په بندکي ساتله ،مګردومره نیک چلندیې ورسره کاوه چي پردې یې ډیرزیات مثبت اغیزوکړ.ایوان په پای کي دداسي چاله اخلاقوڅخه متاثره شوه چي په لویدیځ کي په نړیواله کچه دبشرپه تېره دښځودحقونوناقضین ګڼل کیدل ، دې چي په خپلوسترګودطالبانوښه چلندولیدددوی په اړه اوریدلي خبري یومخ مبالغه اوتبلیغاتي پروپاګنډه ورته وبرېښیده .مریم ریډلي په ډاګه وایې چي :«دمسلمانیدوترټولومهمه انګېزه یې دطالبانونیکه رویه اوښایسته اخلاقي چلندؤ»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x