افغانستان

غزني: بهرنیانو په شپنیو عملیاتو کې د کلي امام او پنځه کلیوال ووژل

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): د غزني په ده يک ولسوالۍ کې د بهرنيانو او کورنیو عسکرو له لوري د شپنیو عملیاتو په ترڅ کې د کلي ملا امام، د هغه څلور شاګردان او یو کليوال وژل شوي دي.

د شيرا کلا اوسېدونکي وايي چې بهرنیانو د کلي پر مسجد چاپه ووهله د ملا امام نصرالله او د هغه څلور شاګردانو په ګډون يې یو کلیوال هم وژلی دی.

د غزني امنیتي مسوولین مني چې په یاده سیمه کې يې له بهرنیانو سره ګډ پوځي عملیات ترسره کړي خو د دوی په وينا ۱۳ وسله وال طالبان يې وژلي.

د غزني امنيه قومندان امین الله امرخېل وايي چې په چهار دېوال، شيرا کلا او سدو کې يې عمليات ترسره کړي.

د شيرا کلا اوسېدونکي وايي چې بهرنيانو او کورنيو عسکرو د دوی د کلي ملا امام ملا نصرالله، د هغه څلور شاګردان او یو کليوال شهيدان کړي دي.

د شيرا کلا یو تن اوسېدونکي د نوم نه ښودو په شرط د نن ټکی اسیا سیمه ییز همکار ته ويلي، چې امريکايان او داخلي عسکرو په ګډه سره د ذوی پر مسجد چاپه ووهله او سهار کې يې د ملا نصرالله، څلورو شاګردانو يې او يو کليوال جسدونه له مسجده را وایستل.

ياده دې وي د ګډ حکومت له پیل سره بهرنیانو ته د شپنیو عملیاتو رسمي اجازه ورکړل شوه، که څه هم د بهرنیانو پوځي ماموریت پای ته رسېدلی خو لا هم له افغان عسکرو سره یو ځای په جګړو کې برخه وال دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close