ادبي لیکني

حرام نمک مېلمانه

مشفق حريت مل

درې تنه مېلمانه د يوسف خان کورته راغلل

هغه هم د خپل افغانيت له مخې د هغوی راتګ ته ښه راغلاست ووايه

د يوسف خان ميرمن او واړه بچيان، د پلار د مېلمنو په خدمت کې بوخت شول

هغوی ويل چې د پلار د ميلمنو يې ښه خدمت وشي

ميرمن يې کله په پخلنځي کې د خوړو په تيارولو بوخته شي

او کله يې کوچنۍ لور چيغې کړي او د هغې غلي کولو ته رامنډه کړي

د يوسف خان مور د کوټې په کونج کې ناست ده

په خپلې اينګور او لمسيانو يې غږ کوي

هلۍ بچيانو قربان!!

مور سره مو کومک شئ چې د پلار د ميلمنو مو ښه عزت وشي

د يوسف خان بچيان په دې يخنۍ کې کله کور کله حجرې ته لاړ شي

کله له مور سره دميلمستيا په برابرولو بوخت شي

او کله هم د پلار خوا ته لاړ شي چې که کومه خبره او خدمت نه وي

کوربانه د ميلمنو په اړه د هغو د خدمت او اخلاص فکر کوي

خو ميلمانه په حجره کې له نورو فکرونو او شوموپلانونو سره ناست دي

د يوسف خان لورکۍ راغله

دادا ډوډۍ تياره ده

ښه لورې درغلم

د يوسف خان يوې لور يو ځوی ميلمنو ته اوبه اچولې

خور يې له خپل ورور سره د اوبو اچولو په وخت کې چيلمچي ګرځوله

د يوسف خان مېلمنو هم دغو ماشومانو ته مصنوعي شاباسی ورکاوه

يوسف خان پتنوس په لاس او دسترخوان په څنګ کې نيولی دی

تياره کړې ميلمستيا يې د مېلمنو مخې ته کېښوده

ورته ويل يې بسم الله کړئ!!

هغوی په ډوډۍ پيل وکړ

د يوسف خان بچيو ورپسې پاتې کاسې

او پلاوونه راوړل د مېلمنو مخې ته يې کېښودل

خو يوسف خان شيبه په شيبه ميلمنو ته

د خفه نشئ!!

څه چې تيار وي….

هن دا مړۍ واخله دا لږ ښه ده

فلانيه دا غوښه درواخله کنه

ست مه کوئ ګورئ زه په دې خوشالېږم چې تاسو ښه مړۍ وخورئ

خدای (ج) په خپلو کارونو ښه پوهيږي

مړۍ وخوړل شوه

دسترخوان ټول شو

او شين چای ميلمنو ته راوړل شو

له يوه شيبه مجلس نه وروسته مېلمنو يوسف خانه ته وويل چې مونږ به ويده شو

يوسف خان هم ورته وويل سمه ده

د خوب له پاره يې ورته بسترې تيارې کړې

يوسف خان ورته وويل چې شپه مو په خير

په مخه مو ښه

يوسف خان چې کور ته راغی

خپلې مېرمن ته يې وويل چې

سهار وختي د ميلمنو له پاره سم چای تيار کړه

په دې کې د يوسف خان مور پر خپل ځوی غږ وکړ

څنګه زويه د ميلمنو عزت ښه وشو؟.

يوسف خان: هو ادې جانې ستاسو برکت دی

د يوسف خان مور خپلې اينګو ته مخ راواړاوه

فلانۍ سهار وختي ميلمنو ته ښه چای تيار کړه

ماخستن شپه شوه

کوچنيان لا وختي ويده وو

يوسف خان، ميرمن او مور يې هم ويده شول

خو دوی خبر نه و چې دا خوب ددوی ابدي خوب دی

او نور به دوی په نړۍ کې په ژوندونۍ خوب ونه کړي

شپه پخه شوه

چې نمک حرامو مېلمنو خپلې شومې ارادې عملې کړې

د يوسف خان کورته ورننوتل

او د هغه د خوب په خونه کې يې

يوسف خان،مور، ميرمن ، څلور لوڼو او يوه ځوی په ګډون يې ټول په شهادت ورسول

ددوی جرم معلوم نه شوم چې ولې ووژل شول؟

که يوسف خان مجرم وای

د هغه ميرمن، مور يې او هغه د زانګو د څو مياشتو بچي يې څه کړي وو؟

قاتله کور دې ونړېږه!!!!

انا لله وا انا اليه راجعون

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شاه ولی

الله پاک د تبا او برباد کړه ټول جلالاباد د خفه کړی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x