شعـــــرونه

سرلــوړي- سيداحسان الله الهام

پلروته سرلــوړي له پرګنو ده پاته شوې
بچوته سرلوړياني له پلـــرونه پاته كيږي

هغه ماشوم به څه كړي دسيالانو له پېغوره
چي پلاريې اوس غافل له غيرتونه پاته كيږي

دنوى نسل بخت راته كوټه له ورايه ښكاري
پلرونه يې درګردله سنګرونه پاته كيږي

په داسي بنده ګانوبه خداى څنګه رحم وكړي
فيسبوك پريښوداى نه شي له لمونځونه پاته كيږي

دخداى په خاترمه پريږدئ كوچنيان ويډيوګيمو ته
پدې لنډوعمروكي له درسونه پاته كيږي

دربى دى مست شرنګي دى كوم وزيرډمي راغوښتي
مامورپه سپينه ژيره له توبونه پاته كيږي

چي يوشي افغانان اودجهادچيغه كړي پورته
ككرې به همدلته له پردونه پاته كيږي

برى به ولى نه راځي زموږ كنډواله كورته
كه بيامو ښې ځوانيانې له زلمونه پاته كيږي

همدې ته غيرت وايي اوهمداهسكي شملې دي
كوم څه چي له شهيدو قافلونه پاته كيږي

خير نن كه د مؤمن مظلوم دسركاسه كي مى خوري
الهامه ! داغروربه له ناټونه پاته كيږي

سيداحسان الله الهام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x