نظــر

ولس به څنګه ددولت ملا وتړي؟

لیکوال: حاجي غلام محمد معصومي
لیکوال: حاجي غلام محمد معصومي

حاجي غلام محمد معصومي

هر نظام کوښښ کوي چي خپل ولس د ځان کړي، دولت د شپي او ورځی په دی لټه کي وي چی خپل رعیت ته خدمت وکړي یا دا سي لاري چاري ور وښي چي خلګ ددولت څخه خوشحاله اوسي.

کله نا کله دا سي هم پیښیږی چي ملت ددولت څخه یو شي ته ضرورت لري ددولت هم تاوان وي خو دولت یی د خپل ملت د غوښتني په خاطر غوښتنه ور پوره کوي دا سي ډیر مثالونه سته چی ددنیا او د دیو مملکت حکومتونه د خپلو خلګو د غوښتي پر اساس د بل هیواد سره هغه معامله وکړی چی ملت یی غواړي دا کار ځیني وخت د یوی نظر پوښتني له مخي وسي او کله بیاد خلګو واقعی استازي د ولس د کورلخوا وړاندي کیږی او دولت یی هم بېله ځنډه مني.

۱- دلته خلګ د سختو اقتصادی مشکلاتو سره مخ دي اوپه ډاګه ناری وهي چي د مخابراتي سیستم له خوا په ۱۰۰ افغانی کی ۱۰ افغانی مخابرات ګرځوي پارلمان هم دا کار وغندي او ولسمشر ته یی وویل چی دا پیسي غیري قانوني دي په کارده چي بندي سي، خو دولت یی په کیسه کی هم نه دي.

۲- دا څو کاله کیږی چی د زابل او غزني په ولایتونو کی پر موتر سیکلانو ددوو کسانو سپرلي بنده ده، خو اوس یی پر موترسیکل داسي بندیز ولګوی چی هیڅ څوک پر موتر سیکل تګ او را تګ نسي کولي.

تیره ور ځ په روزګان ولایت کی هم دولت پر موتر سیکلانو بندیز ولګوي چی وسله وال مخالفین د موتر سیکلانو په واسطه په ښارونو کی ترور کوی نو پولس ته یی امر کړی دی چی د موتر سیکل سواری بنده ده. اوس نو راسی وګوری د روزګان ولایت ۵۰ زره زیاد زده کوونکي اوښوونکي د لیری پرتو ولسوالیو څخه پر موترسایکلانو تلل راتلل ښارونو ته، اوس بند سول، زه نه پوهیږم چی دولت چا ته ګټه ورسول؟ په زابل، روزګان او غزنی ولایتونو کی کوم شرکتونه چی د موتر سیکلانو کاروبار يې کاوه په سلهاو خلګ بیکار سول.

۳- د کندهار په ولایت کي تر ۱۰۰۰ ډیری رهنمایی معاملات سته خو اوس کاروبار هم نسته، دولت وایی چی ۵ لکه افغاني تضمین دولت ته ور کړي او هره سودا چی کوي دواړی خواوي دی دولت ته محصول تحویل کړي، تیره ورځ می د کندهار ولایت په اداری مجلس کی د بریښنا ریاست مسولین ولیدل چی په ډاګه یی وویل، د دی ورسته د بریښنا محصول تر ۲۰۰ کیلو واټ مصرف چی لوړ وی لوړیږی، دلته کار نسته په لکهاو خلګ بیکاره دوطن څخه تښتی هره ورځ ۱۰زره کسان د پاسپورت اخیستلو ته په قطارونو کی ولاړ وی.

دولت د مخدره توکو سره په مبارزه کی ناکامه سوی دی د وسله والو مخالفینو شمیره ورځ تر بلی زیاتیږي تاجران خپله سر مایه د وطن څخه باسي په داسی هیواد کی په خلګ څنګه د نظام ملا وتړي؟

پر دولت باندی د هر افغان د سر مال عزت ناموس او دین ساتنه خپله لازمي ده، خو دلته دا پنځه سره تر پښو لاندی دی.

پر دی وطن دی الله ورحمیږی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x