ټکنالوژي

اوپو (Oppo) خپل د پیاوړی سمارټ فون نوې بڼه بازار ته وړاندې کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لیندۍ ۲۳مه ۱۳۹۴ل): اوپو (Oppo) کمپنۍ شپږ میاشتې وړاندې د اوپو ار ۷ (Oppo R7) او ار ۷ پلس (R7 Plus) په نامه سمارټ فونونه بازار ته وړاندې کړی و خو دغه کمپنۍ اوس د اوپو ار ۷ پلس (oppo R7 Plus) نوې بڼه د پیام وړ زیاتونو سره بازار ته وړاندې کوي.

د دغې کمپنۍ رسمي پاڼې منلې چې ډیر ژر به د خپل سمارټ فون دغه نوې او پیاوړې بڼه په پیل کې د چین او له هغې وروسته نړیوالو بازارونو ته وړاندې کړي. دغه سمارټ فون به د روان زیږیدیز میاشت په ورستیو کې کاروونکو ته وړاندې شي.

د اوپو کمپنۍ خپل سمارټ فون دغې نوې بڼې کې څلور ګیګابایټ رېم او ۶۴ ګیګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا اضافه کړې کوم چې کولی شي د زیات شمیر کاروونکو توجه جلب کړي.

دغه سمارټ فون شپږ انچه ډسپلې او ۱۹۲۰*۱۰۸۰ پکسله ریزولوشن لري او سکرین يي له ډي ۲ (D2) ډوله ښېښې څخه جوړه شې.

اوپو کمپنۍ خپل دغه سمارټ فون کې ۱.۵ ګیګاهرتز اته هستې لروونکی سنپ ډراګن ۶۱۵ (SnapDragon 615) ډوله پروسېسر کارولی. دغه سمارټ فون کې ادرنو ۴۰۵ ډوله ګرافیک استعمال شوی.

اصلي کامره يي ۱۳ میګاپکسله ده او مخکینی کامره يي کوم چې د سیلفي لپاره ډیر زیات کارول کیږي ۸ میګاپکسله ده. دغه نوی اوپو سمارټ فون کې ۴۱۰۰ ملي امپیره وړتیا لروونکی بیټرۍ کارول شوی.

د اوپو دغه نوی ماډل له ۳ جي (3G)، ۴ جي (4G)، ایل ټي اي (LTE)، بلوتوث ۴.۰ (Bluetooth 4.0) او جي پي ایس (GPS) څخه ملاتړ کوي. دغه سمارټ فون به له انډرایډ ۵.۱ سره کاروونکو ته وړاندې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x