ټولنیزه برخه

پښتانه او د خپل منځي دښمنیو کلتور

 لیکوال او ژورنالیست: اجمل اند
لیکوال او ژورنالیست: اجمل اند

اجمل اند

د پښتنو په فوکلوریکو کیسو او متلونو کې د دښمنۍ او د ښمني پاللو په اړه ګڼې کیسې او متلونه موجود دي . دا چې وايي ” پښتانه سل کال وروسته خپل بدل واخیست بیا هم خلکو ویل چې بیړه یې وکړه ” د دښمنۍ او تر اوږدو زمانو یې د پاللو غوره بیلګه ده .

د پښتنو تر منځ د خپل منځي بدیو ، دښمنیو او د یو بل د وژلو کیسه نوې نه ده . خوشال خان خټک نژدې 360 کاله مخکې په پښتنو کې له همداسې یوې پدیدې سرټکولی چې تر اوسه هم روانه ده او له پخوا هم بدرنګه شوې .

پښتانه واړه بدخوی دی
کور پر کور کاندي غورزی
یو چې سر کاندي را پورته
بل یې ووهي مغزی

د تاریخ په اوږدو کې له ډیرو کمو مواردو پرته دوی له خپلو سیمو په نورو پسې ډیر کم د دښمنۍ په نیت ورغلي او که له پردیو سره یې جنګونه هم کړي ډیر یې د دوی په خپل کور کې وو . نو د دښمنیو کوم دود چې د دوی تر منځ دی او په متلونو او کیسو کې یې د میړانو یادونې کوي د دوی خپلې شخصي کورنۍ او قبیلوي بدۍ، دښمنۍ او خپل منځي وژني دي او وې .

د تاریخ په اوږدو د ډیورنډ د کرښې دواړو خواوو ته د نظامونو نشتوالي ، قبیلیوي ژوند او په افغانستان کې خونړیو سیاسي بدلونونو د پښتونو په سیمو کې د خپل منځي دښمنیو او په وړو خبرو د یو بل وژلو دود نور هم پراخه کړی دی . او تر پخوانیو هغو یې لا ډیره وحشیانه او بدرنګه بڼه خپله کړې.

په ډیرو هغو سیمو کې چې د ډیورڼد د کرښې دواړو خواوو ته پرتې دي د خلکو ترمنځ د یو بل وژل او د دوو کورنیو او قیبلو ترمنځ دښمني په یو عادي مسله بدله شوي او نه یوازې د دوی د کلتور یوه مهمه برخه ګرځیدلې بلکې له بیلا بیلو لارو ددې کلتور ستاینه او پالنه شوې .

دیني عالمان د پښتنو پر ممبرونو نور ډیر څه وايي خو ډیر کم یې د دښمنۍ او په وړو خبرو د یو بل پر وژلو خبري کوي . قومي مشرانو او عامو پښتنو ته هم دا ډیره عادي او منل شوې مسله ګرځیدلې چې فلانی فلانی وواژه . د پښتنو په ټولنه کې هومره چې یو چرسي بدنام دی ، انسان وژونکی بدنام نه بلکې په ځینو مواردو کې خو ورته د میړني او غیرتي په سترګه هم کتل کیږي .

په ځینو سیمو کې دښمني او سړي وژنه د میړانې ، خانۍ، مشرۍ ، ملکۍ او پر نورو د واک چلولو لپاره مهم معیار ګڼل کیږي .

د پولې پتې ، ونې ، میږو، ماشومانو ، لارې او نورو وړو مسلو پر سر د دوی وړه شخړه هم په ډیره اسانۍ د یو بل په وژلو تمامیدلی شي . ان په یو وار نسوارو یې هم یو بل وژلی دی .

کورنۍ دښمنۍ که په ځینو سیمو کې کمې دي خو په ځینو سیمو کې بیخي ډیرې دي . زه خپله د داسې یوې سیمې یم چې تقریبا نیمايي کورنۍ یې په یو ډول په دښمنیو کې ښکیل دي . داسې کورنۍ مې هم لیدلي چې د همدې شخصي دښمنیو پر بنسټ یې په تیرو لسیزو کې د سیاسي بهیرونو لمنه نیولې. که یوه کورنۍ له نادرشاه سره ودریدلې نو داسې مې هم هم اوریدلې چې دښمنې کورنۍ یې د سقاو ملاتړ ته دانګلي دي. که یوه کورنۍ د ثور له انقلاب وروسته خلقي شوې بلې یوازې د همدې شخصي دښمنۍ پر بنسټ د هغه وخت د مجاهدینو لمنه نیولې . که دښمنې کورنۍ یې د کرزي په حکومت کې دولتي دنده لرله نو بلې کورنۍ د خپل دښمن له شره د امان په خاطر د طالبانو لیکې ټینګې کړې دي .

ننوواتې او پناه ورکول چې پښتونولۍ کې مهمې ښېګڼې بلل کیږي اصلا د همدې دښمنیو د لړۍ یو برخه او یا ددې دښمنیو له کبله راپورته شوي دودونه دي .
که څه هم یو مهال د دښمنیو په پاللو کې ځینې اصول او نا لیکل شوي معیارونه پالل کیدل لکه د ښځو او ماشومانو نه وژل او همدارنګه له ناموسي سپکاوي ځان ساتل، خو په دې وروستیو لسیزو کې چې د پښتنو په سیمو کې د وحشت او انسان وژونو بیلابیلې شپیلۍ وغږیدې نو د ماشومانو او ښځو وژل، بې پتي او نورې بدرنګۍ هم پر پخوانیو بدرنګیو ورزیاتې شوې . ددې دښمنیو په پای ته رسولو کې د قومي جرګو له خو په بدو کې د نجونو ورکول یې بیا بله لویه بدمرغي ده.

اوس ټوپک او بدي دوی د خپل کلتور یوه برخه بللې ده ، په داسې حال کې چې له پښتنو پرته د یو بل وژنه د نړۍ هیڅ بله ټولنه د خپل کلتور برخه نه بولي او نه پرې ویاړي .

بیکاري ، د تعلیم نشتوالي ، او د خلکو سره د پراخو وسلو شتون هم ددې سبب شوی چې پښتانه په ډیره اسانۍ یو بل ووژني او نسلونه نسلونه یوې بدۍ ته دوام ورکړي .

خو ددې بدیو د ختمولو او په دې برخه کې د خلکو د روغې جوړې ، پوهاوی لپاره له باچا خان پرته نورو اصلاح غوښتونکو اشخاصو او یا هم سیاسي حرکتونو یوازې انتقادونه کړي او چا هم په دې برخه کې عملي کارونه نه دي کړي . اوس هم په دې برخه کې وخت ناوخت یوازې د انتقادونو غږونه راپورته کیږي خو له سیمې د هغو اسبابو د ختمولو لپاره هیڅ نه دي شوي چې د دښمنۍ کلتور او دود يې له پیړیو ، پیړیو راهیسې د پښتنو په ټولنو کې پاللی او له یوې ورځې بلې ته یې وحشي رنګ ورکړی .

راځئ پر دې فکر وکړو چې د پښتنو په ټولنه کې په همدې ګډوډو شرایطو کې څه کولی شو چې د دوی د فکر، شعور او پوهې کچه لوړه کړو او لږ تر لږه په راتلونکو نسلونو کې یې د دا ډول ناوړه دودونو د دوام مخه ونیسو .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x