افغانستاناقتصاد

افغانستان د پاکستان تجارانو ته اسانتیاوي زیاتوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): افغانستان د پاکستان د خیبرپختونخوا ایالات تجارانو ته د بیا بیا راتګ ویزې ورکوي، تر څو ددواړو هیوادونو تر منځ تجارت وده وکړي.

په پيښور کې د افغانستان کونسل سید محمد ابراهیم خیل ډان نیوز ته ویلي چې دوی به له دې وروسته د پيښور تجارانو ته د افغانستان ملټیپل ویزې ورکوي.
دغه ویزې به یو ځل اخیستل کیږي او افغانستان ته به د ډیر ځله تګ صلاحیت لري.

نوموړي ویلي چې د خیبرپختونوا د اطاق تجارت له لاري دوی ته یو لیک لیږل شوی وو، چې په هغه کې د افغانستان د حکومت څخه دغه اسانتیا غوښتل شوې وه.

ولسمشر اشرف غني د اسیا زړه په کانفرانس کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته تللی وو چې هلته د دروند استقبال سره مخ شو، ګمان کیږي چې دا به هم د دواړو هیوادونو تر منځ د کړکیچ د کمېدو په لور یو ګام وي. اشرف غنې ددې تر مخه د ملي امنیت رئیس رحمت الله نبیل هم له دندې ګوښه کړ چې ګمان کیږي د پاکستان په خوښه به دا کار شوی وي.

افغانستان پاکستاني تجارانو ته اسانتیاوي په داسي وخت کې ورکوي چې لا پاکستاني اړخ تر اوسه د افغاني تاجرانو لپاره کومه د پام وړ اسانتیا نه ده برابره کړې، چې له کبله یې افغان تاجران د بهرنیو هیوادونو څخه د پاکستان له لاري د وارداتو په اړخ کې له ډیرو ستونزو سره مخ دي.

په پيښور کې د افغانستان کونسل رسنیو ته ویلي چې پاکستان باید د تورخم او پيښور پر لویه لاره د پولیسو امنیتي پوستې لیري کړی، تر څو د دواړو هیوادونو تر منځ تجارت ښه وده وکړي.

افغانان شکایت لري چې د تورخم پيښور پر لویه لاره ځای ځای امنیتي پوستې دوی په یوه او بل نامه تنګوي.

د افغانستان اتاق تجارت او صنعت په دې وروستیو کې پر پاکستان تور لګولی وو چې د دواړو هیوادونو تر منځ شوي تعهدات په سمه توګه نه عملي کوي، ځکه چې دوی د پاکستان له لاري پاکستان ته او همداسي بهرنیو هیوادونو ته د افغانستان صادراتو مخه په مختلفو بهانو نیسي، چې له کبله یې ډیر وخت دغه توکي خراب سي، او یایې مصرف دومره زیات سي چې د تاجرانو په زیان تمامیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x