افغانستان

په کاپیسا کې دامریکايي ځواکونوچورلکه رانسکوره شوه

دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي دکاپیسا ولایت تګاب ولسوالۍ دادیزو په سیمه کې یې یو امریکايي هلیکوپتر راغورځولی نوموړي زیاتوي هلیکوپتر دمجاهدینو درسا برید له امله ولګید او په هوايي کې له اور اخیستلو وروسته دکرم خیلو په سیمه کې رانسکور شو . په سیمه کې عیني شاهدانو ویلي غورځیدلې چورلکه په یاده سیمه کې پرته ده او داور لوګي ترې پورته کیږي

ذبیح الله مجاهد په خپله لیږل شوې خبر پاڼه کې ویلي چې په چورلکه کې ناست کسان ټول وژل شوي ،خو دایې نه دي ویلي چې په الوتکه کې څوتنه موجود وو.

له تګاب نه په یوه بل خبر کې ویل شوي،تیره شپه خارجي ځواکونو دیادې ولسوالۍ دجالو خیلو په سیمه کې په بسته کلي چاپه اچولې او تردیرشو زیات کورونه یې تلاشي کړي . خبر زیاتوي امریکايي عسکر دتلاشي په پلمه دخلګو په کورونو یرغل ور وړي او په ډیر وحشت یې دخلګو کورونه پلټلي،له سیمې نه په ورکړل شویو راپورونو کې ویل شوي دتلاشي په مهال امریکايي ځواکونو په یوه کور کې ناتار ډزې کړې یو تن توریالی نامي یې شهید کړی اوپه بل کور کې یې یو بل تن ټپي کړي ،همداراز امریکايي عسکرو له ځان سره له کلي تر۷۰ تنوزیات ملکي وګړي نیولي اوله ځان سره یې لاس تړلي بیولي .

په سیمه کې یو تن عین شاهد علی محمد رسنیو ته ویلي چې شهید شوي کس او نیول شوي نفر ټول دکلي عام خلګ دي ،اکثر ګرفتار شوي کسان په نامه پیزني عام وکړي دي.

احمدبریال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x