پر سوله باندي خبري لومړيتوب لري که د ټاپي پروژې باندي کار؟

لیکوال: استاد عبدالمالک همت

لیکوال: استاد عبدالمالک همت

لیکوال: عبدالمالک همت

لکه چي پوهيږو له ترکمنستان څخه د افغانستان له لاري پاکستان او هند ته د ګازو د نل ليکي د تېرېدو خبري د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د هغو سره پیل سوې. په دې اړه د ترکمنستان، پاکستان او هند حکومتونو او امريکا او د امريکا نفتي لابي (د فشار او اغېز ډله) ، په سر کي د هغه مهال يونوکال (Unocal) – کومه چي د امريکا حکومت يې په چوپړ کي دی او دغه لابي د امريکې پر بهرني سیاست ستر اغېز لري – او د ارجنټاين بریداس کمپنۍ علاقه مندي درلوده او د طالبانو سره په خبرو کي ول. ان هغه مهال ما وليدل چي عبدالسلام عظيمي (د ستري محکمې پخوانی رئيس) له پېښور څخه کندهار ته راغلی وو. ويل يې ماته دنده راکړه سوې ده چي په کندهار کي د يونو کال لپاره يو ځای ونيسم ، څو د يونو کال له خوا د ترکمنستان د ګازو د نل ليکي د ځينو کارونو لپاره ځوانان پکښي وروزل سي.

طالبانو د زړه له کومي غوښتل چي دا کار وسي، ځکه د افغانستان، پخپله د طالبانو او نورو ډېرو پکښي ګټه وه. په دې احساس هغو غوښتل چي د دې کار په قراردادونو کي هم د افغانستان ګټه په پام کي ونیسی.( هسي نه لکه د اوسنۍ ادارې قراردادونه چي زیات يې د نورو په ګته وي). ځکه نو طالبانو د دې کار د دوو داوطلبو کمپنيو یونوکال او بريداس سره خبري رواني کړې. په ۱۹۹۷ع.کال د طالبانو یو پلاوی د ملا محمد غوث په مشري د يونوکال سره د خبرو لپاره د امريکاهوسټن ته ولاړی، هلته يې تود هرکلی وسو او ډېري خړۍ پړۍ ورته وسوې، خو د دې سره سره طالبانو ته د بریداس شرایط ګټور څرګند سول. هغو ارجنټاين ته هم پلاوی ولېږی. په دې اړه د دغو دوو کمپنيو رقابت ترپخوا لا زیات او تېز سو، لکه چي په ”افغانستان در آتش نفت“ کتاب کي وايي : بریداس بېنظير بوټو رانيول اویونو کال نواز شریف. بریداس د سعودي د استخباراتو سره اړيکي ونيولې او يونوکال د سعودي د دلتا د تېلو او ګازو د کمپنۍ (Delta oil) د رئيس سره. خو بالاخره طالبانو د بریداس شرکت سره قرار داد وکړ.

میاں محمد افضل د ”افغانستان سے عراق تک “ په نامه کتاب کي لیکي: څنګه چي يونو کال د امريکې د دفتر خارجه او سي آی اې سره اړيکي درلودې د طالبانو پر ضد يې د دښمنۍ محاذ پرانيست. خبره له يوې ټېکې څخه پیل سوه او د امريکې هغو غوښتنو ته ورسېده چي د افغاسنستان حکومت دي د ښځو په هکله خپله پاليسي بدله کړي او اسامه بن لادن دي امريکې ته په لاس ورکړي او دا او هغه؟!

هغه مهال په رسنیو کی دا هم وويل سول: کله چي طالبانو یونوکال ته د رد قاطع ځواب ورکړ، نو طالبانو ته داسي اخطار ورکړه سو: إما ان تقبلوا بعرضنا علی بساط من ذهب او نقوم بدفنکم تحت بساط من القنابل. یعني: يا به زمونږ غوښتنه د سرو زرو پر توشکه باندي قبلوئ، او يا به مو د بمونو تر توشکو لاندې ښخ کړو.

بالاخره دغه او یو شمېر نوري خبري وې چي له امله يې مادي پالي او نړۍ خوري امريکې او جرمي شريکانو يې زموږ پر ګران او خواږه، خو له پخوا څخه جګړې ځپلي او بې وزلي بې دفاع هيواد باندي پوځي تېری وکړ او اشغال يې کړ. دا هيواد يې لا نور هم پرهر پرهر کړ، ټول ولس يې درپه در او خاوري پرسر کړ او سوله ییز او د غريبۍ ارام ژوند يې ځني واخيست، چي په پایله کي يې هم د امريکې خلکو ته سترتاوانونه واوښتل او هم د نورو خلکو ګټو او هم د تمدن پرمختګ ته. له بده مرغه دا لړۍ داده تر اوسه هم په شدت سره دوام لري.

په دې وروستيو کي سره د دې چي د افغانستان د سولي د خبرو د درېدو په اړه د کابل د ادارې اړيکي د پاکستاني مقاماتو سره سړې سوي وې، پاکستاني مقامات امريکې ته په تګ راتګ کي تاوده او د طالبانو او کابل ادارې ترمنځ د سولي د خبرو د بيا پيلېدو لپاره لېوال ښکارېدل (هغه د چا خبره واده د الله داد پکښي غورځي مولاداد)، چي بالاخره د آسيا د زړه کنفرانس ته اشرف غني زړه نازړه، د نورو په اشاره او تر فشار لاندي ورغی. هلته د اشرف غني داسي هرکلی وسو چي تصور يې نه کېدی او د کنفرانس په ترڅ کي د سولي د درېدلي بهير د بیا پیلېدو خبري ورسره وسوې. خو دلته په ګډ حکومت کي اشرف غني ته سرخوږی جوړ سو او خبره تر مخالفتونو او استعفاوو ورسېده او هلته بیا په ترکمنستان کي تېره یکشنبې د لېندۍ پر ۲۲مه د ټاپي ( TAPI، ترکمنستان، افغانستان، پاکستان، هند) د ګازو د نل ليکی پروژه د دغو هيوادونو د مشرانو له خوا پرانيستل سوه او وويل سوه چي د هغې د هرڅه ژر بشپړېدو لپاره به وړ هلي ځلي وسي.

دې خبري خلک ډېر خوشاله کړل او په ډول ډول رسنيو کي ډول ډول څرګندوني او تبصرې پر کيږي او واقعاً هم دا د ډېري خوشالۍ خبره ده. خوکه جانبي عوارض ونه لري او ترکاسه لاندي نیم کاسه نه وي.

د دې پروژې د پرانيستلو سره سم  د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف وويل چي د ټاپي پروژې تر ټولو لویه ستونزه په افغانستان کې د نه امنیت ده، او د دغي پروژې د امنیت لپاره به د افغان طالبانو سره اړیکه نیسي. بل پلو بیا اشرف غني د خواجه آصف دغه څرګندوني رد کړې او ويې ويل د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د افغانستان د عامه تاسیساتو او د ټاپي د پروژې څخه دفاع کولای شي.

افغان چاراوکو داخبره هم کړې ده چې د دې پروژې د خوندیتوب لپاره به ۷۰۰۰ تنه ځانګړي ځواکونه وګوماري.

اوس نو د کابل د ادارې له دې خبرو څخه څرګنديږي چي دوی په افغانستان کي د سولي د راتلو لپاره اراده او لېوالتيا نه لري، بلکي په زور ګوتي وهي او زور خو يې موږ وينو چي نه يې لري، صرف خپل ځانونه او خپلي ګټي ساتي او د زور زور يې تر بې وزلو خلکو خيژي. دوی که زور درلودای په دې پنځلسو کالو کي به يې د هلمند د کجکي د برېښنا بند- چي کار يې چينایانو ته په قرار داد ورکړه سوی دی-  فعال کړی وای. اوس لکه چي موږ خبر يو ټول هلمند له لښکرګاه او څو ولسواليو له مرکزونو پرته د طالبانو په ولکه کي دی. ان د هلمند په ډېرو ځايونو کي د برېښنا محصول طالبان ټولوي.

بل سوال دا کيږی چي داځل به د ګازو د دغي نل ليکي کار کوم شرکت ته په قرارداد ورکول کيږي ؟ اوس که څه هم يونوکال نسته، خو آيا د امريکې د نفتو لابي به کراره او بې مزاحمته کښېني کومه چي د امريکې د څو نړيوالو نفتي شرکتونو څخه جوړه ده او د امريکې پر بهرنی سياست او د بهرنيو جګړو د اورونو په بلولو کي ستر اغېز لري؟

اسلام ټایمز: امریکا او متحدين يې  په دغه توګه د خدای پر ځمکه باندي د ژوندانه  ريښه په تېشه وهي.

اسلام ټایمز: امریکا او متحدين يې په دغه توګه د خدای پر ځمکه باندي د ژوندانه ريښه په تېشه وهي.

ګومان خو داسي کيږي والله اعلم چي د دې خبرو ترشا د امريکې او د هغې د نفتي شرکتونو لاس دی او که د امريکې او دغو شرکتونو لاس پکښې وي، نو بیا دې خير هیڅوک نه غواړي. البته که د دغي نل ليکي په کار کي امريکا ونډه ونه لري او پر افغانستان باندي يې ولکه ټينګه وي بیا به هم داوړۍ شړۍ نه سي. ځکه د امريکا او د هغې د نفتي لابي واک اولاس وهنه چي شتون ولري شرارت به يې حتمي وي. هم د امريکې شرارت ټولو ته معلوم دی او هم د هغې د نفتي کمپنيو بد نوم په امریکا او نړيوالو کي شهرت لري. دغه کمپنۍ د اوسېدو د چاپېریال په ککړولو، د انساني حقونو په نقضولو، توکم وژني، توکميز تبعيض او تفرقې، د کوچنيو هيوادونو پر اقتصاد باندي په جابرانه سيطرې، د نفت لرونکو سيمو اوسېدونکو ته په ضرر رسولو او د نشه يي توکو په سوداګري متهمي دي.

نو ښه داده چي تر ټولو لومړی د سولي پر خبرو تمرکز وسي. د سولي په پایله کي به د افغانستان اشغال ته د پای ټکی کښېښوول سي. ټولي مداخلې به بندي سي. په هيواد کي به قانوني او د خلکو د خوښي، باصلاحیته حکومت رامنځ ته سي. د بهرنيو هيوادونو اړيکی به د ګران هيواد افغانستان سره د برابرۍ او د ملي او نړيوالو قوانینو او تعاملونو سره سمي وي. په هغه صورت کي به نه داچي د ټاپي پروژې کار زموږ او نورو په ګټه سره ورسيږي، لوی څښتن سبحانه به نور ټول کارونه هم آسانه کړي. نو راځئ ټول په یوه زړه او يوه خوله د بهرنیانو ټونګونه او غرض مرض پرېږدو او د خلکو او د خدای جل جلاله  حق ته غاړي کښېږدو. په يوه اتفاق او روغه جوړه کي ژوند غوره کړو،  په هغه صورت کي به ټول ووینو چي: زاتفاق مګس شهد شود پیدا *  خدا چه لذت شيرين در اتفاق نهاد.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د