
د سوریی او ایران سره د سی ای ای اړیکی
بسم الله الرحمن الرحیم
دا زما د سوریی او امریکا د اوسنی دوه مخی رژیمونو په هکله دریمه لیکنه ده ، چه دوه ځلی می د نن ټکی اسیا د ډیرو معتبرو راپورونو له مخی ( سی ای ای لیک ) او دا دریمه لیکنه می د څپاند صاحب د لیکنی له مخی ولیکله چه د کومی نړیوالی خلاصی ټولنی د راپور له مخی یی لیکلنه کړی وه .
څپاند صاحب د نړیوالی خلاصی ټولنی په حواله لیکی چه د اسلامی نړی سره د امریکا په جنګ کی د سی ای ای سره ۵۴ ملکونو مستقیمی مرستی کړی دی ، چه په دغه تور لست کی ایران او سوریه هم شتون لری ( سره ددی چه بوش دا دوه ملکونه په شیطانی خط کی نغښتلی وو ) .
وایی چه د ایران حکومت ۱۳ مجاهد بندیان سی ای ای ته په لاس ورکړل او د سوریی حکومت هم سی ای ای سره په ګډو هلو ځلو کی شریک وو .
مونږ به هم د څپاند صاحب په لیکنه درنو مسلمانو افغانانو ورونو سره خپلی ارزونی په لاندی ډول شریکی کړو:
یو وخت می د خاتمی په هکله چه د ایران د پخوانی ریس جمهور وو ولوستل خاتمی صاحب له بوش څخه ګیله مند او په افغانستان باندی د امریکا د یرغل په هکله د امریکا سره د ایران د مرستو یادونه کړی وه چه که د امریکا سره د ایران مرستی نه وی امریکا په افغانستان کی بریالیتوب خو پریږده افغانستان ته ننوتلی هم نه شوه خو سره ددی امریکا زمونږ د مرستو او ښیګڼو په خلاف زمونږ د اتومی انرجی د منځه وړلوپه هڅوکی دی.
دا څومره د شرم او عار خبره ده ، چه زمونږ مسلمان ګاونډی هیواد زمونږ د مظلوم اولس په خلاف زمونږ د وژنی د پاره زمونږ د دشمنانو سره په یوه محاذ کی ولاړ دی او ددی سره سره د ښه ګاونډی توب او یا د اسلامی ورورولی هیله هم لری .
که دا دوه مخی نه وی نو دوه مخی به نوره څه وی ؟ او بیا د امریکا دوه مخی ته ګوره ، چه له یوی خوا ایران او سوریه په عین حال کی چه شیطانی خط کی یی شمیرل ، ورسره پټٍي استخباراتی اړیکی لری او د صبا دشمن څخه د نن دوست په صفت کاراخلی .
پخوا به د یو عادی دوه مخی انسان کړه وړه او پټه ستراتیژی چا په اسانه نه شوه برسیره کولی ، خو نن ورځ نړیواله دوه مخی له هماغه اولی ورځی بربنډه شوی ده . دا چه ایران په ښکاره دا شعار چه ( نه شرق غواړو او نه غرب ) خو هم د شرق او هم د غرب لاسپوڅی او تش په نامه د اسلامی انقلاب چیغی وهی او کله هم د حماس یا د فلسطین د مسملمانانو د حقه حقوقو د دفاع د پاره منافقانه لاپی کوی ، او د سوریی کمونستی حکومت چه امریکا ته به یی د( مرده باد امپریالیزم ) چیغی وهلی ، له امپریالیزم څخه د اسلامی انقلاب په مقا بل کی د ځان د ژغورنی د پاره پنځه میلونه ډالرو ته لاسونه اوږدوی .
کله چه افغان مجاهد ولس د نړی مظلوم بشریت ته له کمونیزم څخه نجات ورکوی ، کمونستی رژیم په روسیه او نړی کی ړنګیږی ، د سوریی کمونستی حکومت چه کمونستی مور یی( روسیه ) مړه شوه نو میری مور ( امریکا ) ته یی پناه یووړه ، امریکا چه په دی وخت کی دنړی یواځنی ابرقدرت وو ،غوښتل یی چه خپل یو قطبه قدرت د نړیوال حکومت د تاسیسولو د سیوری لاندی وساتی .
نو سی ای ای د خپلو هر اړخیزو پلانونو په لړ کی دی دواړو ملکونو سره هم ژمنه وکړه چه زه به تاسی دواړه د خپل تور لست څخه ( لکه قذافی چه مو حذف کړو ) په پټه حذف کړم .
که څه هم د ټولی نړی د مسلمانانو سیاسی قدرت زمونږ په واک کی دی خو سره ددی په لیار کی فعال مسمانان ( دهشت ګر ) اوس هم لوی خنډ دی په ځانګړی ډول هغه چه د قران او سنتو سره له ځانه زیاته مینه لری د اوچت ایمان په لرلو ډیره زیاته توانمندی لری هغه هر یو لکه د غره په شان قوت لری . زمونږ استخبارات او زمونږ څمڅی چه ستاسی په هیوادونو کی مونږ ته راپورونه راکوی چه ډیر ژر به د استعمار لاسپوڅی حکومتونه یو د بل پسی ړنګ ،اسلامی حکومتونه به رامڼخته او سیاسی قدرت به تر لاسه کړی، زمونږ د نړیوال حکومت د جوړولو پرځای به د مسلمانانو نړیوال حکومت رامنځته شی او زمونږ د استثمار کارخانی به په ټپه ودریږی .
لویدیز د ا یران اوسنی مذهبی اداره خپل دشمنان نه بلکه خپل پټ ملګری او اتومی بمونه یی خپل بمونه ګڼی مونږ ورسره هسی مصنوعی دشمنی کوو تر څو د شیعه قلابی انقلابی حکومت ریشی نوری هم په خپل اولس کی محکمی شی د امریکا ضد شعار ددی کار د پاره ډیره ګټه لری. د بوش هدف له شیطانی خط څخه دا وو( چه له سره به نوی شیطانی خط جوړوو) چه د افغانستان ، پاکستان ، عراق ، لبنان اردن ، سوریه او حتی د مصر سیاسی قدرت هم د شیعه وو لاس کی وی یعنی د بوش هدف( د نوی شیطانی خط ایجادول وو نه ورانول) . تر څو دا ( دجالی خط) وکولی شی چه د منځنی ختیز، ترکیی ، مرکزی او جنوبی اسیا ، د شمالی او مرکزی افریقا اود نړی نور نزدی او لری اسلامی هیوادونه د خپل تسلط لاندی راولی او یا په خپلمنځی جګړو کی بوخت او کمزوری شی او په دی ډول به زمونږ د نړیوال حکومت پروسه په بریالیتوب سرته ورسیږی کومه چه د خدای دعوی ده.
نو ددی کار د پاره د سوریی حکومت چه پرون د روسانو لاسپوڅی او فاسد حکومت وو خپلول په کار وو ، له بل پلوه د سوریی ملحدی او فاسدی اداری هم د اسلامی انقلاب د اتلانو د مقاومت توانمندی په ځان کی نه لیدله دواړو یو بل ته اړه درلوده نو د دوی دا ژمنه ډیره په اسانه سره وشوه .
بشار الاسد ته وویل شو ، تاسو غم مه کوی مونږ به د اسلامی انقلاب په مقابل کی ستاسی د فاسدی شیعوی ، کمونستی او سکولریستی رژیم ساتنه کوو نو د اوس د پاره پنځه بیلونه ډالری واخلی نظامی مرستی به هم درسره کوو ،ستاسی د مرستو حساب ز مونږ سره بیرته شو خوپه ښکاره به مونږ د سوریی د مجاهدینو سره ولاړ یو (په دی هکله مونږ په تیرو لیکنو کی مفصل لیکلی دی) چه د دوی ژمنی یو بل ته څه ګټی لری ؟
مګر دا چه الله ج خبیر او خیر الماکرین ذات دی او ددی مقدس دین ساتنه یی تضمین کړی ده ، یو د بل پسی د دوی پټ رازونه را ښکاره او راښکاره کیږی ، ټولی اسلامی نړی مجاهدینو ته الله ج د کفارو دا ډول پټ رازونه برملا کړل ،که نه ، دامریکا( دی دوه مخی) په واسطه استعمار کولی شول چه د سوریی مجاهدین د افغانستان د مجاهدینو دبرخه لیک سره مخ کړی ددی پلان په واسطه امریکا کولی شول چه د بشار الاسد رژیم له ړنګولو وژغوری .
او د اسلامی حکومت پرڅای سکولریستی حکومت په زور رامنځته کړی . ، بوش په خپله شیطان وو بوش چه کوم شیطانی خط یادوو هغه به ایجاد شی او ددی خط په ایجادولو به د ا سلامی نظام مخه په نړی کی ونیسی .
د مسلمانانو د معلومات د زیاتولو د پاره می پورتنی ارزونی ولیکلی ، چه رازونه افشا کیږی زمونږ ارزونی به زیاتییږی الله ج دی مونږ ټولو ته توفیق راکړی لکه د نورو محاذونو په شان په سیاسی محاذونو کی هم لمړی مقام وګټو.
په درناوی
( الحاج استاذ بیانزی )