افغانستان

د پاکستاني پوځ مشر راحيل شريف کابل ته راځي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): پاکستاني رسنۍ وايي چې د دې هېواد د پوځ مشر راحيل شریف به د یو پلاوي په ملتيا کابل ته راشي.

د سرچينو په حواله راحيل شريف به له افغان لوري سره د سولې د خبرو د دوام په اړه وغږېږي.

وړاندې تر دې د پاکستان د پلازمېنې اسلام اباد په مري ښارګوټي کې د سولې اړوند د مذاکراتو لومړۍ ناسته وشوه، چې ټاکل شوي د راحيل شريف له سفر وروسته به ژر دویمه ناسته هم وشي.

څو ورځې وړاندې د اسیا زړه کنفرانس په یوه څنډه کې، افغان، چيني، پاکستاني او امريکايي استازو د سولې اړوند بحث کړی و او سره یوه خوله شوي و، چې باید د افغان سولې اړوند دویمه ناسته هم وشي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د اسیا زړه له کنفرانس وروسته په پلازمېنه کابل کې رسنیو ته وویل چې په لنډو ورځو کې به یو لوړپوړی پاکستانی پلاوی کابل ته راشي، خو نور جزيیات يې ورنه کړل.

تر اوسه نه ده څرګنده، چې راحيل شریف به څه وخت او د چا په ملتیا کابل ته راشي.

ځينې شنونکي انګېري چې پاکستان ته د ولسمشر غني له سفر وروسته په افغان کابينه کې بدلونونه او د لوړپوړو چارواکو پرلپسې استعفاوې د پاکستان د فرمایشاتو پوره کول دي، چې ښايي راحيل شريف په پوځي برخه کې هم ولسمشر غني ته کوم وړانديزونه ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x