
غزنی: ملي اردو د وژل شويو کليوالو د جنازې پر مراسمو بريد کړی
نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): د ملي اردو ځواکونو د غزني په ده يک ولسوالۍ کې د جنازې پر مراسمو بريد کړی، چې دريو تنو ولسي وګړو ته يې مرګ ـ ژوبله اړولې ده.
په سیمه کې د نن ټکی اسیا همکار وايي چې د ملي اردو ځواکونو د تاسن کلي په هديره کې د شيرا کلا د وژل شويو کلیوالو د جنازې پر مراسمو بريد وکړ، چې يو تن يې شهيد او دوه نور يې ټپيان کړل.

د سیمې اوسېدونکی د نوم نه ښودو په شرط زموږ سیمه ییز همکار ته د وژل شوي کس نوم ملا محمد شاه خان او ټپيان يې حاجي محمد شريف او محمد نبي ياد کړي دي.
سرچينه وايي چې په سیمه کې د مېشتې قرارګاه څخه د ملي اردو عمومي قومندان د جنازې مراسمو ته ورغی، لومړی يې د قبر کېندلو ته خلک نه پرېښودل امر يې وکړ چې باید دوه تنه د پنځو تنو وژل شويو ټول قبرونه وکيندي، وروسته يې امر وکړ چې فاتحه به يې نه اخيستل کېږي.
د ملي اردو د عمومي قومندان پر وړاندې خلکو د تکبير ناره پورته کړه او د هغه عسکرو پر خلکو ډزې وکړې، چې یو تن يې شهيد او دوه نور ټپيان کړل.
له ټپيانو څخه د یو حالت د اندېښنې وړ ښوودل شوی دی، چې د درملنې په موخه پلازمېنې کابل ته وړل شوی دی.
تر دې وړاندې هم د غزني اوسېدونکو له امنيتي مسوولینو پرلپسې شکایتونه کړي دي، چې د غزني سیمه ییزو چارواکو يې هم پخلی کړی او منلې يې ده چې په دې ولایت کې ډېرې امنیتي ستونزې د امنيتي مسوولینو د ناسم چلند پايلې دي.
ياده دې وي تېره شپه د افغان ځانګړو ځواکونو په ملتیا د ده يک په شيرا کلا کلي کې پر مسجد چاپه ووهله، چې د کلي د ملا امام ملا نصرالله په ګډون يې شپږ تنه ولسي وګړي ووژل.
دا په داسې حال کې دی چې د ده یک په څنګ کې د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکو بیا په دې ولسوالۍ کې د اربکيانو له وحشته یو ځل بیا شکایتونه کړي، دوی له سیمه ییزو چارواکو غوښتي چې که د دوی له سیمو د اربکيانو ټغر ټول نه کړي دوی به پرلپسې لاريونونو ته دوام ورکړي.