نړۍ

ښایي برګډال خپل ټول عمر په بند کې تېر کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۲۴مه، ۱۳۹۴ ل): بو برګډال د امریکا د پوځ هغه ډلګۍ مشر دی چې د طالبانو له لوري وروسته ترهغه دافغانستان په ختیځ کې ونیول شو کله چې د خپل مرکز څخه بې اجازي وتلی وو، نوموړۍ اوس په امریکا کې د پوځي محکمې سره مخ دی، که په محکمه کې پړ وبلل شي نو ښایي خپل ټول ژوند په بند کې تېر کړي.

بو برګډال پنځه کاله د طالبانو په بند کې تېر کړل.

۲۹ کلن برګډال په خپله دنده کې په سرغړونه او د دښمن مخ ته په بېباکی او نه پاملرنه تورن دی، د ده نوي نااشنا محکمه به ډیره پېچلي وي او د پوځي محکمې قاضیان غواړي برګډال ته درنه سزاء ورکړي.

د بارک اوباما ادارې تېر کال د بندیانو په یوه تبادله کې بو برګډال د طالبانو له بنده خلاص کړ، د برګډال په بدل کې د طالبانو پنځه لوړپوړي چارواکي د ګوانتانامو له زندان څخه خوشي شول چې اوس په قطر هیواد کې د امریکا تر نظارت لاندي میشت دي.

د بندیانو تر تبادلې وروسته اوباما په امریکا کې له سختو سیاسي ننګونو سره مخ شو او برګډال یې یو خاین وباله چې خپله پوسته یې د نورو پوځیانو د خبرولو پرته پري ایښي وه، همدارنګه پوځ هم وویل چې برګډال د هغه پوځیانو ژوند په خطر کې واچوی چې دده د لټون عملیات یې ترسره کول.

د برګډال د لټون په عملیاتو کې شپږو امریکایې پوځیانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

ډلګۍ مشر بوبرګډال په ۲۰۰۹م کال کې د جون د میاشتي په ۲۹ ماښام د خپل مرکز (ټیني کامبټ) څخه د نورو پوځیانو د خبرولو پرته ووتی، دا سیمه چې تر ډیره بریده د طالبانو نفوز پکې زیات وو برګډال طالبانو ژوندی ونیوی او له ځانه سره یې پنځه کاله په بند کې وساتی.

د بند په دوران کې طالبانو څو ځله د برګډال ویډیویې پیغامونه نشر کړل چې په هغوی کې نوموړي د امریکا د مرکزي حکومت او پوځ څخه د خپل خلاصون غوښتنه کړي وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x