(ارشيف انځور)

د بهسودو یوسف خانه موږ مه بښه!

نعمان منلی

چنګیز خان ته د هغه عسکرو خپل یو ملګری راوست، او ورته ویې ویل: زموږ دې ملګري یو حرم! کړی دی، د هغه جرم سزا باید ورکړل شي، چنګيز خان یې د جرم پوښتنه وکړه، هغوی وویل: موږ د دښمن یو کلی ونیو، له نیولو وروسته مو د هغه کلي خلک ټول ووژل، وروسته په یوه کور کې یو تی خور ماشوم روغ او ژوندی پیدا شو، د هغه کور وګړي زموږ همدې ملګري وژلي وو او هغه ماشوم یې پرې ایښی و.

کله مو چې د ماشوم د نه وژلو سبب پوښتنه ورنه وکړه ده وویل: د هغه ماشوم د وژلو په نیت مې چې د هغه په خوله کې نیزه ورکړه او غوښتل مې زور ورکړم، ماشوم په نیزه خپلې شونډې راټولې کړې او د مور د تي په شکل یې خوله کې ونیوله، نو زما زړه ورته نرم شو، نیزه مې بیرته راپورته کړه او ماشوم مې پرېښود.

چنګیز خان وویل: زما په عسکرو کې مې داسې نرمزړی کس نه دی په کار، په همدې ځای یې سر ووهئ چې بل څوک بیا د داسې مهرباني او نرمي جرئت ونه کړي.

په کیسه کې د ظلم او وحشت تاریخي سرخيل چنګیز په لښکر کې هم داسې څوک موندلی شو چې په ماشومانو یې رحم او شفقت کاوه، او زموږ په مجاهده! ټولنه کې بیا داسې کرخت زړونه شتون لري چې په ماشومانو رحم نه لري، آن د زانګو تیخوری ماشوم هم نه بښي، د بهسودو د مظلوم شهید یوسف خان ځناور صفته ميلمانه ښیم.

موږ ټول په مجموعي شکل د یوه قوم او ټولنې غندنه نامعقول کار ګڼو، ځکه ټولنه د ځنګله په څېر ده، ځنګل که ازغنې ونې لري د ګلانو بوټې هم لري، ښه او بد په هر قوم کې شته نو که ټول وغندل شي د ښو او غوره انسانانو په حق تیری وشو، خو زه نه پوهیږم چې د یوه قوم په مجموعي شکل ستاینه بیا کوم معقول کار دی؟!

موږ ټول خپل قوم، خپل ولس او خپله ټولنه ستایو، د غیرتونو او شهامتونو بوللې او قصیدې یې وایو، دا په داسې حال کې چې زموږ په ټولنه کې د بهسودو د یوسف خان میلمنو په شان ځناور او درنده ګان هم شتون لري.

زموږ خلک چې کله خپل دښمن ته سخت اخطار ورکوي، ورته وايي: ولاکه دې په زانګو کې ماشوم هم درته ژوندی پرېږدم.. دا څه ساده اصطلاح او تش ګواښ نه دی، د دې ترشا زموږ د انتقام او غچ اخیستلو قوي روحیه پرته ده، دا زموږ د قبیلوي سرزوري، تربګنۍ او پښتني غیرت نه سرچینه اخلي، موږ لیدلي او اوریدلي چې د همدغې روحیې په اساس مو په پوله پټي، په معمولي تربګنۍ خپل رقیبان او آن د خپلې مور زامن لا وژلي دي.

جلال اباد کې د زانګو د ماشوم په شمول د یوې کورنۍ اته تنه په همدغه روحیه وژل شوي دي، دا څه نوې کېسه نه ده، داسې وژنې زموږ په تاریخ کې ژوره رېښه لري، انکار ترې هسې د ځان تیرایستل دي، موږ باید ومنو چې موږ د نړۍ په سطحه تر ټولو بد رواجونه او د غچ اخیستنې احمقانه ډولونه لرو، موږ له دې ناوړه دودونو او د غچ اخیستنې ناسمې رویې نه یواځې د مرګ فن ښه زده کړی او د ژوند په فن نه پوهيږو.

د یوسف خان د میلمنو په وحشت او درندګي به اوو واړو اسمانونو او ځمکو خامخا ژړلي وي، د دې ځناور صفته انسانانو په کړنه به ملایکې ژاړې او د یوسف خان د کورنۍ په ویر به اوښکې تویه وي، او دا ټول به زموږ په بې ضمیره او مړه ټولنه لعنتونه راشندي، موږ هغه قوم یو چې د هر لعنت او هر نفرین مستحق یو، زموږ سیاستوال په هغو مړیو ژاړي چې سیاسي ګټې یې ورسره تړلې وي، په سیمه کې د قدرت خاوندان په هر کار کې د خپلو ګټو وټو لیونیان دي، د یوسف خان د کورنۍ په ویر کې د ده په شان خوار او غریب وګړي برخوال دي نور هیڅ نه ترسترګو کیږي!.

د مدني کونجاړه خورو فعالیت هم هغه مهال لیدل کیږي چې کومه پېښه یې باداران ورته مناسب کړي، چرته چې د ښځو د حقوقو خبره راپورته کیدلی شي یا د کومې بلې غربې ډنډورې کړنګولو موکه پیدا کیږي هلته بیا دوی لاريونونه کوي، شمعې بلوي او د انسانیت کاذبه او دروغژنه ناره پورته کوي، د یوسف خان د کورنۍ په اسمان او ځمکه لړزوونکې پېښه کې یې دا تجارت کارګر نه ده نو ځکه غلي او کرار ناست دي.

خدایګو زه شرمیږم چې د انسانیت دعوه لرم، د بهسودو له فضا او هوا نه د هغو ګولالیو ماشومانو زګیرویو به عرش لړزولی وي، د سیمې ونو او بوټو به د هغوی د وینو توږم حس کړی وي، په ډبرينو غرونو او پرښو کې به د هغو تنکیو ماشومانو وروستیو سلګیو کاڼې رغړولي وي، خو موږ د انسانیت دعوه داران خاندو او ژوند کوو، دا عار او شرم مو بس ده چې د یوسف خان ميلمانه زموږ د کاله غړي او زموږ په پښتو ګړيږي…

د بهسودو یوسف خانه! موږ مه بښه، موږ د بښنې مستحق نه یو ستا او ستا د ګلالیو ماشومانو قاتلان زموږ په منځ کې سرې سترګې ګرځي او ستا د وینو څوک پوښتنه هم نه کوي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ف-ا
میلمه

هغه قوم چه مسلمان دی خو تر اوسه په مسلمانی ندی پوه شوی نو همدا حال به یی وی. یو ور ځ به یی یو د تروریست په نوم وژنی بل ورځ به یی بل د مرتد او جاسوس په نوم وژنی او بل ورځ به هم د انتقام په اور کی سوځی. هغه د فخر افغان خان عبذالغفار خان صاحب خبره می را یاد شی چه اسلام د تعلیم او پوهی دین دی خو پښتانه هغه بدبخته قوم دی چه د مسلمانی په نوم د تعلیم څخه منع شویدی. تر څو چه مو ملا کی علم او عقل پیدا… نور لوستل »

امان
میلمه
امان

ستاسو ویده قوم به تر هغو پوری همداسی کړی ګی تر څو ځان ونه پیژنی غفاریو بی دینه کمونست وه او هغه او دهغه بیغیرته قوم تل دی افغانستان دی ملت وینی څښلی دی. او دی ازاد قبایل په نوم یی دواړه خواوی خوړلی دی. واقعآ که دوی پښتانه دی او له افغانستان سره هم دردی لری نو ولی. ترورستان دی دوی په حجرو کی ساتل مښی او دی ای. اس. ای په رهنمای او دی همدی بی دینه نشنل په کمک زمونږ هیواد ګدود او له خاورو سره برابروی مونږ داویلی شو چی خاوره یی زمونږ ده بیغیرته قوم… نور لوستل »