fbpx

امریکا له سوله ییز تظاهر تر جګړه ییز ماموریت پورې

قدرت الله جمال

د هرې ورځې په تیریدو سره داسې ښکاري چې نړۍ وال او استخباراتي لوبغاړي کوښښ کوي نوې لوبه پيل کړي دوی د لستوڼي د مار په څير کله هيلې ورکوي او کله کله بیا خپله د ناهيلۍ يوه برخه وي.

په ځينو مواردو کې يي ښکاره بيلګې شته دي چې ښه بیلګه يي شونې ده په هلمند کې يو وار بیا د جګړې ډګر ته د امريکايي ځانګړو ځواکونو را مخې ته کيدل وي.

زه دا نه وايم چې امریکا دې نه وي يا به نه وي دوی شته او دوی دلته دي خو دا چې يو ډول تظاهر کوي چې ګواکې نور په افغانستان کې پر پوځي عملياتو باور نلري، نښته به نه رهبري کوي د سولې د خبرو ملاتړ به کوي او په هلمند کې بیا عملا لاس په کار شوي دي او درګرده نښتې رهبري کوي د دوی دا تظاهر اوس په دې ځای کې ښه ښکاره کيدای شي چې دوی څه غواړي.

امريکايي تظاهر له بیارغونې بیا تر ملکي ماموریت او نورو پلمو پورې په ټول کې يو ډول نه يو ډول يي د هیواد روان حالت نور هم د کړکيچ لوري ته بیولی دی په افغانستان کې د روانې هرې بدبختۍ تر شاه يو ډول نه يو ډول د امريکې لاس دی ځکه امریکا په آسیا کې او خاص په افغانستان کې د روان ناورين ستر لامل هیواد دی دا چې دوی اوس د يو ټریلیونو ډالرو د لګول کیدو دعوه کوي په خپل هیواد کې خپل ملت ته هم دروغ وايي دا يي د سکې بل مخ دی.

په تظاهر، تشو ژمنو يا هم خیالاتو باندې د افغانستان جوړيدل ناشوني دي، افغانستان، سوله، پرمختګ او بیارغونه ريښتونی هوډ، وړ مکانیزم او ريښتوني مشر او نظام ته اړتیا لري نن به مو د ملګرو ملتونو په يو راپور کې اوريدلي وي چې د لومړۍ درجې فاسد، د نشه يي توکو د لومړي درجه تولیدونکي هیواد تر څنګ په اسیا کې لومړی درجه غريب هیواد هم شو، دا څيړنه چې ملګرو ملتونو کړې لاندې برخې پکې کتل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د انساني ودې په راپور کې چې د نړۍ په ۱۸۸ هیوادونو کې يي د روغتيا، روزنې، دندو، ګټې وټې، سياسي او مدنی ازاديو په برخه کې کړې افغانستان په آسيا کې ددې برخې د تر ټولو ټيټ معيار لرونکی هیواد بلل شوی دی چې په دې سره د ۲۰۱۳ کال په پرتله د انساني ودې په برخه کې يي یو ډول نزول کړی دی.

په راپور کې راغلي دي:« په ۱۸۸ هیوادونوکې زموږ له څيړنو سره سم چې د انساني ودې په برخه کې دي افغانستان ۱۷۱ ځای خپل کړی دی چې په نړۍ واله شوې څيړنه کې يي هم ياد ځای خپل کړی دی افغانستان د آسيا په وچه کې د انساني ودې په برخه کې تر ټولو شاته پاتې هیواد دی او تر افغانستان ولس وروسته پاتې هیوادونه بیا د افريقا په وچه کې دي.»

تر ډيره که چيرې راسره موافق و اوسی زه خو چې فکر کوم لاندې لاملونه دي چې موږ يي په دې ډول ستونزو اخته کړي يو: اداري فساد او د لندن په ناسته کې د حکومت د کړو ژمنو نه پلي کيدل د شاته پاتې والي لاملونه دي خو لاملونه يو لوري ته د پروګرام او ارادې نشتون بله هغه ستونزه ده چې له هیواد ، سياسي، استخباراتي، ترهګريز او ان ايډيولوژيک، قومي او يا سمتي لابراتوار جوړ شوی دی.

د ملګرو ملتونو راپور زياتوي:« د افغانستان په ګاونډيو هیوادونو کې چې کمه وده پکې شوې پاکستان په ۱۴۷ ځای کې دی ايران په اوياووم، چين په څلويښتم او په هغو کې چې ډیر کار پکې شوی دی تاجکستان بیا ۱۶۹ هیواد راغلی دی.»

په راپور کې بیا هم د استخباراتي جګړې ښکار افريقايي هیوادونه لکه نایجریا، مرکزي افريقا او اريتريا بیا تر ټولو په ټيټ حد کې دي يانې هلته هيڅ ډول پرمختګ نشته او يوازې لوږه، تنده، ايډز، ويروسي ناروغۍ، تنده، ناسم ژوند، په بیلابیلو نومونو زیاتی او ځورونې پرې راج چلوي.

په ټول کې مې له دې دومره خبرو موخه داده چې دلته په وطن کې روانه لوبه او حالت نه زموږ غوښتنه ده او نه يي موږ لامل يو هرڅه چې دلته روان دي يا شوي دي او کيږي پر موږ تحمل شوې نښته، تحمل شوی پروګرام، تحمل شوی سياست او تحمل شوی فکر دی چې موږ پکې ونډه نلرو خو په ټول کې يي قرباني موږ يو.

له دې ډول تحميلي حالته خلاصون هغه وخت شونی دی چې په ټول کې امریکا نور له سيمې پښې لنډې کړي، ملتونه مسولانه چلند وکړي او بیا د يو ريښتونی سيمه ایز سياست لپاره ملي اجماع او فکري يو والي ته موکه برابره شي کينې شونې ده تر دې هم وضعيت بد او له بدو بدتر شي جګړې به امریکا رهبري کوي خو تر تیز وروسته پلتۍ به موږ وهلي د امريکې ارادې که دې وطن ته ښې وی باور وکړی نن به موږ سمبال پوځ، منظمې ادارې،ښه حکومت او د مثبت فکر لرونکی افغان شموله مشران لرلی.

له ژمن ويب پاڼې نه په مننه 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د