افغانستان

پنټاګان: طالبان نړيوالو او افغان ځواکونو ته پرله پسې ګواښ دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لېندۍ ۲۵ مه، ۱۳۹۴ ل): د امريکا دفاع وزارت وايي چې طالبان په افغانستان کې نړيوالو او افغان ځواکونو ته په پرله پسې توګه ګواښ دی او په افغانستان کې يې فعاليت مخ په تېزېدو دی.

د دفاع وزرات په يوه تازه راپور کې راغلي چې د روان زيږديز کال په دوهمه نيمايي کې د افغانستان امنيتي وضعيت له پخوا ډېر خراب شوی دی.

د پنټاګان په راپور کې ويل شوي دي چې په دې وروستيو کې په نړيوالو او افغان ځواکونو د طالبانو بريدونو زور اخيستی او ځواکونو ته پرله پسې ګواښونه ايجادوي او د همدغو بريدونو په نتيجه کې د نړیوالو او افغان ځواکونو تلفات زيات شوي دي.

په راپور کې ويل شوي دي چې که څه هم افغان ځواکونه له طالبانو سره په جګړه بوخت دي خو د جګړې په ډګر کې د افغان ځواکونو نه همغږي او د جګړې کمزورتيا هغه څه دي چې د جګړې په ډګر کې دفاعي حالت ته رسيدلي دي.

په دغه راپور کې تر ټولو مهمه امنيتي پېښه دطالبانو په لاس د کندوز سقوط بلل شوی او ويل شوي دي چې سره له دې چې په کندوز کې نړيوال او افغان امنيتي ځواکونه له طالبانو سره وجنګېدل خو بيا هم طالبان وتوانېدل چې دکندوز ولايت مرکز ته ځانونه ورسوي او د څو ورځو له پاره يې په خپل کنترول کې وساتي.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د طالبانو بريدونو زور اخيستی چې له امله يې نړيوالو او افغان امنيتي ځواکونو ته ډيری ځاني تلفات رسولي او هم يې ډېرې سيمې په خپله ولکه کې اخيستي.

د امنيتي چارو د پوهانو په اند که چېرته د طالبانو او دولت ترمنځ د جګړو همدا حال وي نو د راتلونکې اوړي په موسم کې به طالبان وکولای شي چې د کندوز په څېر نور ولايتونه هم سقوط کړي.

ددغه راپور په اړه تر اوسه افغاني چارواکو څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x