افغانستان

د امريکا دفاع وزارت: په روان کال کې د افغان ځواکونو تلفات ۲۷ سلنه لوړ شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لېندۍ ۲۵مه، ۱۳۹۴ل): د امريکا دفاع وزارت وايي چې روان ميلادي کال د دوی او د دوی د روزل شويو عسکرو لپاره یو ګواښمن کال و.

له پنټاګونه تازه خپور شوی راپور کاږي چې په روان ميلادي کال کې د نورو کلونو په پرتله طالب ځواکونه پياوړي شوي او د افغان عسکرو تلفات ۲۷ سلنه ډېر شوي دي.

د دې راپور له مخې طالبانو په روان کال کې مرګونې حملې کړې دي، چې په پايله کې يې د پنټاګانو پر لګښتونو روزل شويو عسکرو ته درانه تلفات اوښتي دي.

د پنټاګونو د څرګندونو پر اساس په تېرو شپږو میاشتو کې چې دوی يې د جګړې موسم بولي، د افغان عسکرو اجراتو لوړې ژورې درلودې او لکه څنګه چې روزل شوي و، هغسې اجرات يې نه دي کړي.

یاده دې وي د پنټاګونو په ګډون ټول بهرني بريدګر هېوادونه د افغان عسکرو روزنه، تمويل او د هغوی ملاتړ یوه لویه لاسته راوړنه بولي، خو سږ کال چې د جګړې ماموریت د دوی په وينا د افغان عکسرو په اوږو ، بیا هم ترې راضي نه دي.

د پنټاګون راپور وړندې وايي چې افغان عسکرو د تېر ۲۰۱۴ کال له جنورې تر نومبر میاشتې پورې دومره تلفات نه درلودل، لکه د سږ کال په همدې موده کې يې چې لرلي دي.

د راپور له مخې سږ کال له جنوري تر نومبر میاشتې پورې د افغان عسکرو تلفات ۲۷ سنله لوړ شوي دي، دا په داسې حال کې دی چې لا هم په جګړه کې بهرنیان ورسره اوږه پر اوږه ولاړ دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x