افغانستان

برېښنا ریاست: ۲۵ دولتي ادارو شپږ کاله د برېښنا لګښت نه دی ورکړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۲۵مه، ۱۳۹۴ل): د برېښناریاست مسوولین وايي چې ۲۵دولتي ادارو له ۱۳۸۹ لمریز کال راهیسې د لګول شوې برېښان لګښت نه دی ورکړی.

د برېښنا ریاست ویاند نن په یوه خبري ناسته کې وویل چې د دې ټولو ادارو د برېښنا د لګښت څه باندې ۲،۷ میلیارده افغانۍ کېږي.

وحیدالله توحيدي وويل چې په دې ادرو کې د وزارتونو په ګډون ځينې ریاستونه هم شامل دي.

په رسنیو کې د خپاره شوي جدول له مخې په دې پوروړیو کې د کورنیو چارو وزارت، فوايد عامې وزارت، مخابراتو وزارت، د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د عامې روغتيا وزارت، د سيمه ييزو ارګانونو، سترې محکمې، اوبو رسولو رياست، افغان ټيلي کام شرکت، ملي راډيو ټلويزيون، هوايي چلند رياست، ولايتي شورا، د هوټلو د تصدۍ رياست، د کاماز تصدۍ رياست، د کابل ښاروالي او څو نورې ادارې شاملې دي.

ویل کېږي د برېښنا له لګښت څخه د کورنیو چارو وزارت ۴۸۴ میلیونه افغانۍ او د سیمه ییزو ارګانونو اداره ۳۴۵ میلیونه افغانۍ پوروړي دي.

دا په داسې حال کې دی چې ولسي وګړي د برېښنا له کمښت او د ژمي په یخو ورځو کې له پرلپسې ځنډ څخه شکایتونه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x