صلاح الدین ایوبي

د تکریت امیر او غریبه پیغله

حامد افغان

د ستر مسلمان فاتح سپه سالار د مور او پلار خوندوره کیسه

د تکریت د امیر نجم الدین ایوب کوژده ډېره وځنډېدله، یوه ورځ یې ورور اسد الدین شیرکوه ورته وویل: وه وروره! ته کوژده ولې نه کوې؟! نجم الدین وویل: زما د خوښې پیغله مې لا نه ده موندلې، شیر کوه ورته وویل: پاچا ملک شاه او د هغه لوی وزیر دواړه لوڼه لري، په هغو کې به یوه درته کوژده کړم، نجم الدین ورته وویل: هعه زما نه خوښېږي، ورور یې په تعجب سره ورته وویل: د پاچا او وزیر لوڼه ستا نه خوښېږي؟!! ستا نو څوک خوښېږي؟

نجم الدین ایوب وویل: زه نېکه او صالحه پیغله غواړم، چې جنت ته په رسیدلو کې مې لاسنیوی وکړي، او داسې زوی راته وزېږوي او و روزي چې هغه مسلمانانو ته خدمت وکړي، ځواکمن یې کړي او بیت المقدس ورته ازاد کړي، دا د نجم الدین خوب و او په تعبیر پسې یې ګرځیدی، ورور ته د ده خبرو خوند ورنه کړ او ورته ویې ویل: نو داسې ښځه به چیرته پیدا کوې، ده ورته وویل څوک چې په نیت کې سپین او رښتينی وي الله یې مراد ته رسوي.

یوه ورځ نجم الدین د تکریت په یوه جومات کې له یوه عالم سره ناست دی، خبرې ورسره کوي، په دې وخت کې عالم ته یوه پرده داره او محجبه پیغله راغله او اجازه یې وغوښتله، عالم له نجم الدین نه اجازه وغوښتله چې له دې ښځې سره څو خبرې کوم، عالم او هغه پیغله نجم الدین ته نږدې وو او ده یې خبرې اوریدلې، عالم پیغلې ته وویل: ستاسو کورته مې یو ځلمی درلیږلی و له هغه سره دې کوژدن ولې رد کړه؟! هغې ورته وویل: هغه ډېر ښه او د ښې کورنۍ ځلمی و، خو زما خوښ نشو، عالم ورته وویل: نو ته څه ډول ځلمی غواړې؟ دې ورته وویل: زه داسې ځلمی غواړم چې جنت ته په رسیدلو کې مې لاسنیوی وکړي، او داسې زوی وزېږوم او وروزم چې هغه مسلمانانو ته خدمت وکړي، ځواکمن یې کړي او بیت المقدس ورته ازاد کړي.

عجیبه وه پیغلې کټ مټ هغه جملې وويلې چې نجم الدین ایوب خپل ورور اسد الدین شیرکوه ته د خپلې خوښې پیغلې په اړه ویلې وې! نجم الدین هم د پاچا او وزیر لوڼه نه غوښتلې او دې پیغلې هم ښکلی او د ښې کورنۍ ځلمی نه و منلی او دا ځکه دوی دواړو هر یوه د ژوند داسې ملګری غوښت چې جنت ته په رسیدلو کې یې مرستندوی شي او بل دا چې د مسلمانانو لومړۍ قبله بیت المقدس ازاد کړي.

نجلۍ لا له عالم سره ولاړه وه نجم الدین ورته وویل: محترمه زه خبره لرم، عالم ورغی او ده ورته وویل: زه غواړم له دې نجلۍ سره واده وکړم، عالم ورته وویل: ته د تکریت امیر یې او دا نجلۍ د یوې غريبي کورنۍ ده؟! نجم الدین وویل: همدا زه غواړم، نجم الدین له هغې غريبي پیغلې سره واده وکړ، دواړو سپین او سپیڅلي نیتونه لرل، دواړو د جنت د لارې مخلص ملګري غوښت او د دواړو داسې زوی ارمان وو چې هغه د مسلمانانو خدمت وکړي او بیت المقدس ورته ازاد کړي، د الله شان او توان ته ګوره چې دوی دواړو ته یې زوی ورکړ، او په هغه یې نوم کېښود: صلاح الدین!! او صلاح الدین وروسته الملك الناصر فاتح القدس صلاح الدین الایوبي (532 – 589 هـ / 1138 – 1193 م)، وګرځیدی. رحمهم الله تعالی اجمعین

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د