شعـــــرونه

اسلامي امارت ته د بهسودو د شهيدانو غږ- تړون

سميع الله تړون

طالبه ځاى د عريضې دې راته نه دى معلوم
طالبه پښې مې هم د ډېرو ګرځېدلو نه دي
طالبه ما دومره سلګۍ کړي چې حد يې نشته
دغه سلګۍ طالبه ستا د اوريدلو نه دي
طالبه سترګو کې مې سرو وينو کنګل نيولی
طالبه سترګې مې د نورو ژړيدلو نه دي

خو دا منم طالبه ټوله سيمه ستا سيمه ده
چى څوک دې وغواړي نو ته هلته حاضر ولاړ يې
هر يو مظلوم دې وي په غيږه کې اوچت نيولى
طالبه ته د هر ظالم سړي په سر ولاړ يې
د عدل طمع دلته بل چا نه کيدلى نه شي
طالبه ته په قدمونو د عمر ولاړ يې


طالبه زه درته ځولۍ ځکه نيولى نه شم
طالبه مور راته سوزنۍ باندى ځولۍ تړلې
طالبه ما ورته په لاسو اوبه واچولې
دې ظالمانو مو بلا وه په بلۍ تړلې
د مېلمنو د تمانچې له ميله نه وم خبر
چى مېلمنو پکې زما د مرګ ګولۍ تړلې

طالبه دا حکومت زما د انتقام نه دى
طالبه دا حکومت زما په وينو سور ښه دى
طالبه امن خو د دې نظام له وسه نه دى
طالبه دا نظام همدغسې مجبور ښه دى
طالبه دا نظام پرديو خلکو ګرو نيولى
طالبه دا نظام پرديو ته مزدور ښه دى

طالبه ما خو د چا مخ راشوکولى نه دى
هر يو ماشوم بچى د غټ په مخ نوکارې وهي
پلار مى سلګۍ وهي خو مور او نيا مى غلي پراته
د کوټې کونج کى مى ماشومه خور کوکارې وهي
زه خو ماشوم يمه ګريوان د چا نيولى نه شم
په څه خبره مې د سر نه وينې دارې وهي

طالبه تاته عريضه کوم ملګرى مې شه
طالبه غم زما د سر د انتقام وکه
ته هم بچي لرى طالبه ماته هم وګوره
د دې سوري سوري وجود مې احترام وکه
طالبه زه درته زارۍ کوم چې ومې ګټه
د انسانيت د ترحم نه راته پام وکه


سميع الله تړون ـ اسداباد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عمر مختار

واقعاً ستا په هر مسلمان او مجاهد د انتقام حق دی ، خو الله دې په ګوتو راکړي چې واری دې ترې اخلم کنه.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x