نظــر

ږیره، لیکوال: قاري حبیب

لیکوال ورور زاهد جلالي په خپله وروستۍ لیکنه کې دده په قول دیوشمیر ملایانو هغه فتوا خرافاتي بللې چې یو ږیرخرېیلي مجاهد ته یي ویلي وو چې ستا جهاد نه صحیح کیږي ، دجلالي ورور  اند او اخیستنه  غلطه نه ده البته  په تعبیر کې یو څه خبره بې خونده  شوې ده ، کاشکې دخرافاتي فتوا په ځای یې کومه بله اصطلاح کارولې وای په هرحال  ..

رښتیا هم په اسلام کې دهرعمل لپاره خپل حکم او شرائط  او دهرې ګناه لپاره خپله اندازه  وزر او عتاب شته ، دجهاد په شرائطو کې دانه دي راغلي چې ضرور به یې ږیرور وروڼه کوي ،

داهل السنة والجماعة یو لوی لارښود امام رباني فرمایي ( اګر فرق مراتب نه کني زندیق شوي ) هر عمل ته ( که ښه وي یا بد ) باید سړی په کماحقه حیثیت قائل شي ، سنت دې دفرضو مرتبې ته  نه وړل کیږي ، او نه دې مکروه ته حرام ویل کیږي ، اسلام داسانۍ دین دی ، دحنفي فقهې له نظره که څوک شخصا هرڅومره اوږد لمونځ کوي خو دامامت په صورت کې اجازه نلري چې تر رواجي اندازې لمونځ دراز کړی ، ځکه خلکو ته تکلیف دی ، دا خو هغه کلیات دي چې ټول ورباندې پوهیږو نو ځکه یې په اړه ډیرې خبرې نه اوږدوم  او راځم عنوان شوې موضوع ته .

ږیره نن سبا داسلامي فکر په بیلابیلو حلقوکې  په یوه خورا متنازع فیها موضوع باندې بدله شوې ده ، په دې کې ټول اتفاق لري چې ږیره له مؤکدو نبوي سنتو څخه ده ، نه یوازې محمدي سنت بلکې دالله تعالی ددرستو رالیږل شویو پیغمبرانو سنت دی ، چې داثبات لپاره یې بیخی زیات احادیث شتون لري ، تردې چې هیڅوک ترې انکار نه شي کولای  .

خوله ټولو صریحو دلائلو سره لاهم ځینې داسې اشخاص او افکار شته ، چې د دې نبوي سنت څخه ځان وزګارولو ته چل جوړوي ، تاسو به اوریدلي وي په پیښور کې (جماعت اسلامي ماډل ږیره ) دږیرې یوه نوعه بلل کیږي ، داد هغو خلکو ږیرې  دي چې دږیرې کمولو ته یې عجیب چل جوړ کړی ، دوی وایي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي ( اعفوا اللحی )  ږیرې پریږدئ  ، ددوی په باور مطلب داچې یوازې چاړه پرې مه  تیروئ ، نور مو که  تر یو سانتي متر پورې پرې ایښي وي هم  ،  پروا نلر ي او تاسو دنبوي امر ممتثلین بلل کیږئ   .

په شریعت کې یو لوی اصل دادی چې اطلاقات په عرف باندې بناء وي ، یعنې که رسول الله صلی الله علیه وسلم امر کړی چې تاسو باید ږیرې ولرئ ، نو مراد به یې هغه ږیره وي چې په عرف کې ورته ږیره ویل کیږي ، که راشو دهمدې پیښور داوسیدونکو پښتنو عرف ته  ، دوی په خپل عرف کې دږیرې څښتن ته صوفي وایي ، مګر آیا تاسو اوریدلي چې چا لنډږیري ، برش ږیري یا جماعت اسلامي ماډل ږیرې والا ته صوفي ویلی وي ؟؟ نه هیڅکله نه ، نومعلومه شوه ، چې دغو ښاغلیو دږیرو کمولو ته خورا کمزوری چل جوړ کړی ، یوه عامه خبره ده  وایي ( دملا شیطان هم  ملا وي ) مطلب دا چې هغه څوک چې په دین پوهیږي ، نو ددوی شیطان هم په دین پوهیږي او ګمراهۍ ته یې په داسې لاره ورولي چې لومړۍ یې دجواز حیله  ورته برابره کړي وي ، دجماعت اسلامي  او مودودي صاحب دفکر خاوندان هم دلته خپل شیطان همداسې خطا کړي ، او له عادي ګناه ( ږیرې خریلو ) څخه یې په لویه ګناه ( تحلیل او تحریف ) باندې اخته کړي دي .

ښاغلی زاهد جلالي صاحب چې یو تکړه او بااستعداده لیکوال دی ، او زه یې همیشه له لیکنو خوند اخلم ، په دې وروستیو څو لیکنو کې دی هم کوښښ کوي له  ږیرې سره همداسې معامله وکړي ، نوموړي په تیره لیکنه کې  دظاهراو باطن خبره  په همدې اړه راپورته کړې وه او داځل یې هم دږیرې خریلو اړونده یوه فتوا خرافاتي بللې .

ښاغلی ورور زاهد صاحب ته باید ووایم چې فکر کوم ښه به داوي ، چې لومړی خوخپله  ږیره پریږدئ ترڅو له دې جنجال او وسواسه خلاص شئ ، او د ږیرې په اړه یوه قاطع او سمه خبره کول درته اسانه شي ، خوکه ږیره نه پریږدئ نو بیا ښه داده چې دږیرې خریل دیوې ګناه په توګه ومنئ ، نه داچې دتحلیل اویا سپک ښودلو کوښښ یې وکړئ چې هغه خبره بیا ډیره خطرناکه ده .

زاهد جلالي صاحب یو تکړه او بااستعداده داعي دی ، نوموړی شاید دهرمسلمان داعي غوندې اراده ولري چې دخدای تعالی ددې پراخې دنیا په لویشت لویشت خاوره باندې اسلامي نظام نافذ کاندي ، فکر کوم ددې لپاره چې خلک مو دا ستره داعیه راسره ومني ، او موږ هم یوه تجربه او ثبوت درلودلی وي ، ښه به دا وي چې ترټولو لومړی دخپل وجود په څو لویشتې ځمکه /بدن  باندې اسلامي نظام نافذ کړو ، که اراده وکړو دا ډیر سخت کار نه دی او ډیره قرباني یا بوج  هم نه غواړي ، علماء  فرمایي داصلاح په مسیر کې تهذیب الاخلاق ، تدبیر منزل او سیاست مدني دیو بل لپاره شرط او مشروط دي چې ځنځیري تکاملي جوړښت لري ، که موږ له ځانه پیل نه وي کړی ، او دخپل عالم صغیر په ځمکه مو دخدای نظام نه وي راوستی هیڅکله به دعالم کبیر په کومه برخه  ددې خوب درښتیا کیدو شاهدان ونه اوسو ځکه چې ( خفته راخفته کی کند بیدار ؟؟؟؟)

د  ږیرې له فضائلو او مسائلو که راتیر شو ، په اجتماعي او انټرپالوجیکي لحاظ  هم ږیره دمسلمانانو دحیثیت او شناخت یو خورا مهم عنصر بلل کیږي ، که موږ تاسو فکر وکړو ، دنړۍ هرقوم  او ډله ځانته خپل شعار او نښه لري چې خپل لاینفک ارزښت یې بولي او کله یې هم له لاسه نه ورکوي ، کوردان که هرڅو بدبریښي ، مګر دیوقومي شعار په دود لاهم خپله ګنډه ترنامه لوړه په کمیس برسیره تړي ، بلوچان خپلې نیمې خولۍ نه  هیروي ، اوپه مذهبي لحاظ  سیکان خپله لنګوټه  او اوږده ویښتان کله هم له لاسه نه ورکوي .

مګر رسول الله صلی الله علیه وسلم چې موږ ته دمسلمان دظاهري  څرنګوالي کوم اثار راپرې ایښي وو متاسفانه موږ هیر کړل ، مسنونه پګړۍ  راته  یوازې دملایانو او کلیوالو دود ښکاري   چې دیوه شرعي شعار معامله ورسره نه کوواومسنون لنګ  راته پنجابی تهذیب او دپیغور وړ لباس ښکاري  ( العیاذ بالله )

ږیره چې ستر اسلامي شعار دی ، نه یوازې داچې خپله یې نه  پریږدو  بلکې نورو ته یې هم  دخریلو جواز ورکوو ، او له بنسټه دورکولو او هیرولو هڅه یې کوو ، تردې چې زموږ  کشر نسل اوس په دې نه پوهیږي چې ږیره په اسلام کې څه حیثیت لري .

د دارالعلوم حقانې  اکوړه خټک لوی شیخ الحدیث  او دمدیني منورې دجامعې فارغ دکتور شیرعلی شاه  دږیرې دمسائلو په اړه یو کتاب لیکلی چې نوم یې دی ( مکانة اللحیه  فی الاسلام )  داکتاب چې دږیرې دشرعي ثبوت او فضائلو په اړه   خورا په زړه پوره بحث په کې شوی ، جناب دکتور شیخ صاحب یې دلیکلو دانګیزې په اړه وایي ، چې کله دمدینې منورې له جامعې څخه په اوله درجه ممتاز فارغ شوم ، نو د سعودي دچارواکو لخوا دا زمینه راته برابره شوه ، چې دفلسطین او مسجد اقصی لیدنه وکړم ، کله چې فلسطین ته لاړم نو په داسې حال کې چې مسنونه پګړۍ او مسنونه ږیره مې درلوده ، فلسطیني ماشومانو اوعامو خلکو چې ولیدلم نو دوی فکر وکړ چې زه یو ( سیک ) یم ، او زما سره یې ډير بد چلند وکړ ، ماچې کله ددوی دبد چلند پلټنه وکړه نودوی ټول زما د ږیرې او پګړۍ درلودلو له  امله په دې باور ووچې زه مسلمان نه بلکې سیک یم ، ددې وضعیت په لیدو سخت پریشانه شوم او ددې خلکو حالت ته  ډير وځوریدم ځکه دوی تراوسه په دې نه پوهیدل چې ږیره او پګړۍ داسلام شعار دی که دکفر ، له همدې امله مې له ځان سره وپتېیله  چې دږیرې داحکامو په اړه به  په عربي ژبه یوکتاب لیکم ترڅو دا ناخبره مسلمانان ترې خبر شي .

متاسفانه نن موږ په هغه زمانه کې اوسو  چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په اړه ویلي وو ( لایبقی من الاسلام الا رسمه ) داسلام  به له  ظاهري رسم  او عنوان پرته بل شی پاته نه شي ، ږیره داسلام  یولوی رسم دی چې باید په  دې پرفتن  دور کې یې غنیمت وبولو ، دا باید ومنو چې موږ داسلام ستر اساسات ، شریعت  ، عملي نظام او حاکمیت له کلونو راهیسې هیر کړي دي ، او یوازې یې ظاهري شعارونه  راپاته دي ، که چیرې یې دا ظاهري عنوانونه هم هیر کړو نو مطلب داچې موږ اسلام ته  الوداع وویل ( اعاذنالله )

راځئ ددې په ځای چې ږیره دملا، اخوند ، طالب یا پښتانه نښه  وبولو ، د رسول الله صلی الله علیه وسلم  او ټولو پیغمبرانو ، صحابه کرامو ، تابعینو ، مجتهدینو ، محدثینو ، مفسرینو ، امامامو او دامت  دلویانو او غازیانو  میراث او  سنت یې وبولو او لکه څنګه چې ښایي ورته ووایو .

که دې غم په ما انبار شي پروا نشته

تر ګلونو لاندې څانګې نه ماتیږي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Badshakhan

اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
زما سره یوه پوښتنه ده هیله ده چې راته ځواب یې کړی
هغه دا چې د ږیرې ږمنځ کول څنګه دي او کله چې ږمنځ شي?
بل دا چې زما د ږیرې ویښتان زر زر ګوړګوتي یا د یو بل سره خاښیږي او ډیر یې ږمنځ کوم او کله چې زور ورسره وکړم نو په ږمنځي کې بعضې ویښتان راوخیږي دا د شریعت له احکامو سره څنګه دی?

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x