
ننګرهار: غصب کوونکو سلګونه زره جريبه ځمکه غصب کړې
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لېندۍ ۲۵مه، ۱۳۹۴ل): د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي چې په دې ولایت کې سلګونه زره جریبه ځمکه غصب شوې ده.
د ننګرهار د عدليې ریاست د معلوماتو له مخې په ټول ولایت کې په کره ډول ۲۸۱۲۰۵ جريبه ځمکه غصب شوې ده.
یادې سرچينې د غصب کوونکو هویت نه دی په ډاګه کړی، خو ويلي يې دي چې دوسیې يې ورته جوړې کړې دي.
د عدليې ریاست د معلوماتو له مخې د سل تنو غصب کوونکو لپاره دوسیې جوړې شوې دي، چې ۸۲ دوسیې ترې محکمې ته هم استول شوې دي.
د ننګرهار د ولایتي شورا غړي او مدني بنسټونه وايي چې په دې ولایت کې د غصب لړه هغه وخت زوروره وشوه، چې ګل اغا شیرزی دې ولایت ته د والي په توګه ورغی.
دوی وايي چې دولتي چارواکو ته ټول هغه غصب کوونکي ښه معلوم دي چې سلګونه – سلګونه جريبه ځمکه يې غصب کړې ده، خو ډېری چارواکي هم ورسره يوه خوله دي.
بل اړخ ته د ننګرهار والي سلیم خان کندوزی وايي چې دی به خپله ټوله هڅه وکړي چې د غصب کوونکو پر وړاندې په قانوني چلند کې د هیچا لحاظ ونه کړي.