نادري ناولده

امریکا: درواغجن ګواښ ۶۴۰ زره زده کونکي د ښوونځيو پرېښودو ته اړ کړل

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لېندۍ ۲۵مه، ۱۳۹۴ل): د جرمني د فرانکفورټ ښار کي د یوه کمپيوټر څخه امریکا ته د استول شوي برېښنالیک له کبله ۶۴۰ زره زده کونکي له درسونو محروم شول.

د تفصیلاتو سره سم په تعلیمي نظام کې د امریکا دويم لوی ایالت لاس اینجلس وروسته تر هغه د دې ایالت ټول ښوونځي رخصت کړل، چې په دې ایالت کې یوه ښوونځي ته له نامعلوم ادرس څخه د بم، وسلو او بریدونو ګواښ ورکړل شو.

خو له پلټنو وروسته معلومه شوه چې دا یو دروغجن ګواښ و.

بل خوا د نیویارک ایالت هم اعلان کړی چې دوی ته هم ورته ګواښ شوی و، خو له پولیسو، ایف بي ای او نورو استخباراتي ادارو سره د همغږۍ وروسته دوی ښوونځي رخصت نه کړل.

د لاس اینجلس چارواکو ویلي چې دوی نه غواړي د خپلو زده کونکو ژوند په خطر کې واچوي.

باید وویل شي څه موده مخکې د لاس اینجلس ګاونډي ایالت سان برناردینو کې دوو پاکستاني الاصله امریکایانو د معلولینو پر یوه مرکز برید وکړ، چې پکې ۱۴ تنه ووژل شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x