نظــر

شوتله به یې وګټي که شوتل خواره ؟

 دکابل چارواکو   په ۲۰۱۲ م کال کې څه کم  څلور میلیارده  ډالره رشوت خوړلی  ( پژواک )  کابل ښاروال ۴۸ ملیونه افغانۍ اختلاس کړی ( هشت صبح )  په ټولو هیواد کې ۴ ملیونه او ۴۴ زره جریبه ځمکه غصب شوې ده ( دکرنې وزارت اعتراف )

لوړ ارقام ښیي چې په افغانستان کې دحرامخورۍ ، غصب او اختلاس یوه خورا تاریخي ماجرا روانه ده ، خو څرنګه چې هر پیل  پای لري ، معلومه نه ده چې ددې خرمستۍ پای به څه ته وزي .

 کوم لایعقل حیوان چې په شنه شوتله ورګډ شي ، نو ترهغو یې خوري چې یا شوتله خلاصه شي او یا هم خپله ټنډشي   او  ډډ راووړي ، د دیموکراسۍ تر نامه لاندې حرفوی شوتل خواره ( مفسدین او اختلاس ګر )   دا یوولس کاله کیږي چې دافغانستان په شنه پټي ورګډ شوي دي ، او درګرده ترې نوالې وهي ، د شوتلې او شوتل خوړونکو ترمابین دا یوه لسیزه کیږي چې سخته مقابله روانه ده ، په ځینو پټیو کې شوتل خوړونکي توانیدلي چې شوتلې ته شکست ورکړي اوپه صفر یې ودروي ،  داداري فساد په ضد دمبارزې ادارې د ۲۰۱۲ م کال په مابین کې اعلان وکړ ، لږترلږه دځمکو دغصب په برخه کې روانه مقابله  په یوه  پټي ( کابل )  کې شوتل خوړونکو ګټلې ، دې ادارې وویل چې په کابل کې  وروستۍ ۳۳ زره جریبه  پاته ځمکه هم د ۲۰۱۲ م  په لومړیو میاشتو کې دشهرک سازۍ شوتل خورو  دجعلي اسنادو په تهیه کولو سره ترستوني تیره کړې او نور نو ( درکابل زمین نه مانده ، تمت بالخیر )

په کابل کې شوتله داسې مهال خلاصه شوې ، چې شوتل خوړونکو ورباندې هیڅ باد نه دی اخیستی او نه یې په ګيډو باندې  د ټنډېدو اثار ښکاري ، چې دایو خورا تریخ حقیقت دی ، د پخوانیو مالدارانو تجربه وه ، چې تنکۍ شوتله  ډیره بادجنه وي ، چې حتی دشوتل خورو  دهلاکت سبب هم ګرځیدلی شي ، خو په کابل کې شوتل خواره له دې سره سره چې پټی یې سپیره کړی ، لا یې هم تشي لویدلي ښکاري ، چې دا د نورو پټیو دشوتلو لپاره  خورا بد زیری دی .

ځیني خلک وایي دافغانستان شوتلخورو  په شوتلو تربرید وړاندې  دجګړه مارۍ ، زورواکۍ او یاهم غرب زده ګۍ او ډالري ګوډاګیتوب ګولۍ خوړلې نو ځکه  یې معدې تیارې  د( سېلو ژرندې ) دي  چې  وچ ، لانده ، خاورې او خاشاک ، جنس او نقد ،  ډالر او افغانۍ او دشوتلې بل هرقسم  ، ټول یو ډول ننباسي ، چې نه یې په معده بوج کیږي ، نه ورباندې باد اخلي او نه هم ټنډیږي .

د مزار دیوې لرې پرتې سیمې اوسیدونکی عبدالرؤف  چې د ډیرې نیستۍ له امله یې یوه لور هم خرڅه کړې ده ،له خپلې پخوانۍ مالدارۍ نه په زده کړه فکر کوي ، چې دظرف او مظروف دفزیکي قانون له مخې به ضرور یوه نه یوه ورځ  شوتل خواره ټنډیږي ، نوموړی وایي د ټنډ شوي یوازینۍ علاج دادی ، چې د چپ خوا تشي  د دوهمې او دریمې پښتۍ ترمابین به  په چاړه سوری کیږي ، او نیولی باد ، شوتلې او لړسنې  به ترې راایستل کیږي ، نوموړی  په خپله سیمه بلخ کې د ترټولو لوی شوتل خواره ټنډیدو ته انتظار دی ، او له همدې امله یې له البرز ولسوالۍ نه  مزار ښار ته کډه کړې ، ترڅو  دمحلي ستر شوتل خواره د ټنډیدو او سوري کیدو په مهال له ګيډي را ایستل شوي شوتله په لاس ورشي ، نوموړی وایي ددې لپاره چې دشوتل خواره د ټنډیدو او سوري کیدو تر ورځې له لوږې نه یو مړه شوي ، یو اولاد مې خرڅ کړ، ترڅو ۷ نور اولادونه  دټنډیدو تر ورځې ژوندي وساتم ، نوموړی  چې د ټنډیدو ترورځې دژوند کولو آذوقه یې موندلې اوس بیخي خوشاله او مطمئن دی ، او باور لري چې  دفزیکي اصولو له برکته یې دبخت او ښه ژوند شیبې را روانې دي .

د فزیک قوانین خو همدا وایي  چې سمندر په کاسه کې نه ځاییږي ، او که په پوقاڼه  کې تر خپلې اندازې ډيره هوا پوکړو ، نو پوقاڼه انفلاق کوي  ، افغان شوتلخورو   تراوسه  دخپلې شوتلخوړنې په بهیر کې دیني ، اخلاقي او قانوني معیارونه ، اصول او ضوابط تر پښو لاندې کړي او ناچله کړي  دي ، معلومه نه ده چې دفزیک قوانین به یې په مخ کې خنډ وګرځي که نه ، داچې تراوسه یو شوتل خوړونکی نه دی ټنډ شوی ، معلومیږي چې ددې افسانوي شوتلخورو په مقابل کې د فزیک او طبیعت قوانین هم  عاجزه دي .

خو له دې ټولو اټکلونو سره سره  سمدستي واقعیت دادی چې دشوتلې او شوتل خوړونکو ترمابین سخته مقابله روانه ده ،  چې د یوولسو کلونو په تیریدو سره خپل وروستي اوج ته رسیدلې ، دکابل غوندې په ځینو سیمو کې شوتل خوړونکو  شوتلې ته عبرتناک شکست ورکړی ، او له علائمو ښکاري چې په ځینو نورو سیمو کې به هم شوتله شکست وخوري .

دحیرانۍ ځای دادی چې دمجموعي اندازه ګیرۍ له مخې شوتل خوړونکو په پټیو کې له راشنه کیدونکي  شوتلې نه څو برابره زیاته شوتله هضم کړي ده ، بي بی سي راډیو وایي  په تیر کال کې  شوتلخورو له افغان اولس څخه  څه کم څلور ملیارده ډالره رشوت خوړلی ،  چې داد افغانستان دخپلو عوائدو له دوو برابرو هم زیات دی ، ښایي شوتلخورو هغه شوتلې هم  په هوا کې قپ کړي وي ، چې له نورو  پردیو پټیو څخه یې دیرغل بادونه زموږ پټي ته راوړي  .

که رښتیا وویل شي افغانان دې ته ډیر په اندیښنه کې نه دی چې دشوتلې او شوتل خوړونکو ترمابین  مقابله به څوک ګټي ، افغانان نور دشوتلې په غم کې نه بلکې یوازې دخپل پټي په غم کې دي ، دوی وایي معاصرشوتل خواره ډیر بې انصافه دي ، ځکه د مالدارۍ دتجربې له مخې  به که کوم سراېله مال دشوتلو په پټي ګډ شو نو که هرڅویې شوتله  خوړله مګر پټي ته یې هم لږ ګټه رسوله ، ځکه که نور هیڅ نه وو ، غوشایي خو یې په پټي کې کول ، چې  پټی ته یې دسرې کار ورکاوو او دپټي دمستېدو سبب ګرځیده .

مګر اوسني شوتلخواره دومره بې انصافه دي چې له ډيرې مستۍ لکه کټاره غوا ولاړ  په بام او . . . . دکلا شاته کوي ، بې انصافه شوتل خواره چې خپل لري ښه ډک کړي نو بیا دقضاء حاجت لپاره دوبۍ ، سنګاپور اونورو ملکونو ته منډي وهي او خپل ډکې کړې ګیډې همالته خالي کوي ، دوی خپلې ذخیرې له هغه پټي بهر جوړې کړي چې خوراک ترې کوی ، چې دا د بي انصافۍ ترټولو وروستۍ حد دی .

طالب جان

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x