افغانستان

طالبانو د بهرني پيلوټ جسد سره صليب ته سپارلی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لېندۍ ۲۵مه، ۱۳۹۴ل): د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي نن ټکي اسیا ته په یوه را لیږل شوي خبر کې ویلي چې د دوی جنګیالیو د هغه بهرني تابعیت لرونکي پیلوټ جسد سره صلیب ته سپارلی، چې د الوتکي د غورځېدو وروسته په جګړه کې وژل شوی وو او جسد یې د دوی ملګرو له ځان سره ساتلی وو.

نوموړي د وضاحت لپاره ویلي چې دا بهرنی پیلوټ وروسته تر نیول کیدو نه دی وژل شوی، بلکي د جګړې پر مهال په هغه وخت کې ووژل شو، کله چې دوی د الوتکي د غورځېدو وروسته جګړه پیل کړه.

طالبانو د روانې میاشتې ـ لېندۍ ـ پر درېيمه په فاریاب ولایت کې یوه چورلکه په نښه کړه، چې د اور اخیستني وروسته پر ځمکه را وغورځېدلې وه.

طالبانو د دې چورلکې پیلوټان او سپرلي چې شمیر یې ۲۱ تنو ته رسیدی، له ځانه سره بندیان کړل چې تر اوسه یې درک نشته.

ویل کیږي چې دغه الوتکه د یوه خصوصي شرکت اړوند وه، په فاریاب ولایت کې لومړی د طالبانو د سپکو وسلو په مرمیو د لګېدلو وروسته یې بیړنۍ ناسته کړې وه، د الوتکي سپرلي چې زیاتره یې د ملي اردو عسکر و له طالبانو سره جګړه پیل کړې وه.

په دغه نښته کې ۳ تنه وژل شوي وه چې په هغو کې یو هم بهرنی پیلوټ وو.

د فارياب د والي وياند احمد جاويد بیدار وايي چې د دوی د معلوماتو له مخې دوه نور پيلوټان او د ملي اردو عسکر د طالبانو په بندې کې دي او روغتيا يې هم د ډاډ وړ ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x