پښــــتو ادب

د شعر او ادب ارزښت او ګټه

شرر ساپی

د ادبیاتو او په ځانګړي توګه د شعر په اړه د تاريخ په اوږدو کې ډېرې ناندرۍ راپورته شوي دي، چا ورته د يو مقدس شي په سترګه کتلي، او چا ورته د طبيعت پېښې او بې ارزښته خيالۍ نړۍ ویلی ده، په هره ټولنه کې د دې هنر په اړه بېلابېلې نظريې وجود لري، په پښتني ټولنه او معاشره کې ادب خورا ډېر لرغونی دی، لیک او لوست ډېر وروسته رامنځ ته شو، د ځينو ادیبانو په نظر پښتو څو زره کلنې لنډۍ او يا هم ټپې لري چې د پښتو ژبې د ادبیاتو د قدامت خورا ښه دلیل دی، دا چې له دومره زماني واټن سره يې بیا هم په ساه اخیستې او ترموږه يې ځان رارسولی دی په خپله خپل ارزښت ثابتوي، په دې ټپو کې موږ د پخوانیو نیکونو د ژوندانه بېلابيل انځورونه ګورو، شعرونه او ټپې د لرغونو انسانانو ويډيو انځورونه دي چې موږ ته راپاتې دي، همدا ده چې ادب په عموم کې په ښکلي سبک د واقعتونو تعبیر دی چې پر ژبه ولاړ دی، له واقعتونو څخه مو موخه ټولنه ده، ټولنه له ضد او نقیض انځورنو څخه بشپړه شوې ده، په طبیعت کې، اسمان ، ستوري. غرونه، سيندونه، خوړونه، ځنګلونه…. وجود لري، د انسان په وجود کې د وېرې او هېلو جګړه روانه ده، ټول هغه خیالونه او فکرونه چې د انسان په مغزو کې ګرځي، د ده په کړو وړو کې راڅرګنديږي.

نو د ادب ارزښت په همدې عناصرو ولاړ دی، ادب موږ د ټولنې په نبض پوهوي، د ټولنې درد را په ګوته کوي، چې وروسته پرې پوهان د تسکین پټۍ ږدي. انسان پټو او مرموزو خبرو ته په فطري ډول لېواله او تږی دی، ادب دغه تنده مړوي، د تېرو تمدونونو او ملتونو په اړه معلومات راکوي، موږ د خوشال خان په شعرونو کې د اورنګ زیب د وخت اړتیاوې نن ښې درک کولی شو، خوشال خان څلور سوه کاله پخوا د پښتنو پر بې اتفاقۍ ساندې ویلي دي، د دوی مېړانه يې ستايلې خو د دوی په ناپوهۍ يې افسوس کړی دی، که پنځه سوه کاله وورسته هم څوک د شپون صیب د سمڅې ياران ولولي د نني افغانستان د واقعتونو او ناخوالو هنداره ده، که زر کاله وروسته يې هم څوک ولولي نو زموږ هر څه درک کولی شي،
مصري ټولنه به د نجيب محفوظ په ناول کې وپيژنو چې څه غوښتنې لري او څه ته اړتيا لري، په نولسمه پېړۍ کې به فرانسوي ټولنه او پاريس د فرانسوي لیکوال پلزاک په ناول کې ووينو، مارکسي فيلسوف په څرګند ډول وايي: د پلزاک ناول د فرانسې سياسي او ټولنيز ژوند له اقتصاد پوهانو او ټولنپوهانو څخه په غوره او ښه ډول انعکاس کړی دی.

له دې سر بېره ادب له موږ سره د بشري طبيعتونو په لا پېژندلو کې مرسته کوي، د روسي د مشهور ناول لیکونکي ديستويفيکسي ناول “دكرامازوف وروڼه” د دې لامل شو چې فرويد ته (عقده اديپ) نظريه الهام کړي، له ميلاد څخه څلور پېړې وړاندې لرغونی یونانيان د ادب د اهميت په اړه له ډېرو بحثونو وروسته دې پايلې ته ورسېد چې ادب انساني نفس له بدو هيلو بدشګومه احساساتو نه پاکوي، چې دې ته يې د پاکوالې نظريې نوم ورکړ.

له مشهور عربي لیکوال او نقاد عقاد نه د ادب او ښکلي هنرونو د اړتیاو په اړه وپوښتل شول هغه وویل: (( يو تن اويا کاله له سترګو پرته ژوند کولی شي خو اويا ورځې له ډوډۍ پرته ژوند نه شي کولی او هېڅوک نه شي ویلای چې ډوډۍ له سترګو نه ډېر ارزښت لري، که ډوډۍ لاس ته راوړو له ټولو ژونديو سره برابر يو، خو که ښکلا تر لاسه کړو، نو نه يوازې ژوندي يو بلکې په غوره ولس کې مو غوره ګرځوي،د خپل احساس ښه تعبير کولی شو، خو اړتياوې د ژوند تر ټولو ټېټ پړاو دی، هغه چې موږ لوړ پړاو ته ټيل وهي هغه هنرونه دي)) .

په دې عصر کې موږ ادب ته ډېره اړتیا لرو، څو د ټکنالوژۍ له غمونو خلاص شو، د صناعتي او فرهنګي يرغل څخه خلاص شو،که علمي پرمختګ موږ ته د ښه ژوند وسائل په لاس راکوي خو په دې نه توانيږي چې د ښکلا هغه ثقافت په لاس راکړي چې موږ پرې د خپل انسانیت احساس وکړو، دوی خو موږ يوازې لکه بازاري غوټه پرېږدي، موږ په ادب کولی شو چې دغه ثقافت لاس ته راوړو، ادب د خلکو پر ژوند تاثیر لري: خوند او ګټه لري، وجدان او عواطف صیقل کوي، زموږ تجربې زياتوي،د ژوند، طبيعت او حتی د خپل په پېژندلو کې راسره مرسته کوي.

نړۍ له مادې او معنې څخه مرکبه ده، ماده جامده، کلکه او ګونګه ده، په اراده پورې هيڅ تړاو نه لري، کله چې هم موږ کوم معنوي شي د لاس ته راوړلو هڅه کوو نو مادي اسباب ورته لټوو. نو مادي نړۍ د معنوي نړۍ نوکره ده، لکه جسم چې د روح په خدمت کې دی، همدا ده چې تاریخپوهان وايي: د فرانسي لوي انقلاب به نه و رامنځ ته شوی که “ولټیر، او وروسو” خپل افکار د خلکو پر زړونو کې نه وای کرلي، انګريزي لیکوال”کارلیل” وايي: ” موږ انګريزانو ته شکسپیر له ټول هند نه قيمتي او ارزښمن دی” دا وينا خو هغه چاته نا اشنا ښکارې چې پوره ځېرنه ونه لري، بيا وايي: څنګه نو يو انګريز که څومره لوړ اديب هم و په عقلونو يې دومره واکمني وکړه چې انګريزي اديبانو ته له هند څخه ارزښتناک دی، هغه هند چې د لویې برتانيي عظمت پرې ولاړ دی، خو که څوک لږ ځېر شي نو دا شکسپير و چې په خپلو قصيدو يې د برتانوي ملت عواطف راوخوټول، پاک يې کړل، لوړ يې کړل، جمال او جلال يې وروبخښه، قلم او کمال دواړه يې ورکړل، د هند فتحه – چې ملیونونه خلک په کې اوسيږي- د همدې ادبي ونې له برکته ده، هغه ونه چې شکسپير په خپل لاس د دې لوی ملت لپاره نهال کړه.

ارجنټايني لوي لیکوال پورخيس به تل له همدې زورېده چې به ترې وپوښتل شول” د ادب ګټه څه ده” دا پوښتنه به ورته ډېره بې منطقه ښکارېده، تر دې چې ويل به يې ” هېڅوک د قمري د غږ د ګټې پوښتنه نه کوي، د لمر د ډوبېدو ګلابي منظر پوښتنه نه کوي” سره له دې چې بشري اختراع او نوښت دی، نو بايد دا پوښتنه مطرح کړو چې څنګه او ولې دې نړۍ ته راغلی دی، ګټه يې څه ده او ولې په پېړيو پېړيو پاتې شوی دی؟

په اسلام کې د شعر ارزښت او ګټه

رسول الله صلی الله علیه وسلم په داسې وخت کې په اسماني رسالت مبعوث شو چې عربي ادب په خپل وروسته بريد ولاړ و، عربانو به خوږه او ښکلې قصیده د هبل پر غاړه راځړوله، هبل بت د کعبې په منځ کې و، د شعر خدای بلل کېده، له يونان څخه راوړل شوی و، قران نازل شو، عربي اديبان او شاعران يې وارخطا کړل، کله چې به قران لوستل کيده، نو دوی به خپل فاحش شعرونه زمزمه کول چې خلک له قرانه راوګرځوي، همغه و چې په اړه يې ايات نازل شوو، خو له دې سره سره بیا هم رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل شاعر درلود، حسان بن ثابت، د احد په غزا کې پرې رسول الله صلی الله علیه وسلم غږ وکړ، (اهجوهم وروح القدس معک) شعري برېد پرې وکړه جبرېل درسره دی.

د يوې مشرکې قبیلې مشران د شعري او نثري سیالۍ لپاره رسول الله ته راغلل او شرط يې کېښود که موږ سیالي وګټله نو پر تا باور کوو، ایمان راوړو، رسول الله صلی الله علیه وسلم حسان بن ثابت راوغوښت، د خطابې لپاره يې قیس راوغوښت کله چې سیالي پای ته ورسېده، نو د قبیلې مشر وویل خطیب مو زموږ له خطیبه يوړه او شاعر مو زموږ له شاعره وګټله، هم هغه وه چې ایمان يې راوړه، عمر بن الخطاب رضي الله عنه به ویل: “علیکم بديوان العرب” تاسې باید د عربانو شعرونه ولولئ ، د بدر په غزا کې رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل ترورزی وواژه، دا هغه بدبخته و چې په کعبه کې يې د رسول الله په ورمېږ پښه کېښوده او هغه وخت ورته رسول الله اخطار ورکړ که د مکې نه د باندې راسره مخ شوې بیا دې وژنم، ده به په قران باندې ملنډې وهلې، کله چې يې خور د خپل ورور په اړه يوه سانده وویله او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورسيده هغه وویل که مې دا د ده له مرګه مخکې اورېدلی وای نو پريښی به مې و.

په بشري تاریخ کې د شعر د ارزښت په اړه په زرګونو بېلګې شته چې بحث اوږد نه شي نو د دې وړوکې مقالې په پای کې دې ته رسيږو چې شعر د تاریخي او اجتماعي ګټو سر بېره لويې دوی ګټې لري.

۱- یو د شعر جمالياتي اړخ دی چې دغه برخه يې کولی شي په مخاطب کې د ښکلا احساس پياوړی کړي، عاطفه يې صیقل کړي او بيا چې هر چېرته بدرنګې يې وويني پر وړاندې يې د بغاوت توغ پورته کوي

۲ـ د طبيعت پر وړاندې مو د وېرې احساس راکموي، له طبیعت سره مو تناسق او تطابق راولي، د ژوند نا اشنا ګوټونه راته راسپړي، يو مهال به انسان له ځنګله څومره ډارېده خو که هغه انسان د معاصر شاعر کاروان ځنګل ته لیکلی نظم ولولي نو پر ځنګل به مین شي.

او يا د حمزه بابا دغه خوږه هیله چې له خپلې معشوقې څخه يې کړې ولولي، نو له ځنګل سره به يې څومره مینه پيدا شوې وای؟

هره ټولنه که غواړی پرمختګ وکړي بايد له هر څه نه مخکې ادب ته مخه کړي څو يې جمالياتي حس پياوړی شي، مادي او معنوي ارزښتونه يې پر يوه کنډه برابر وخيژي، هسې نه يا ماده پرستان شي او يا هم راهبان شي او دې دواړو ته په افغاني ټولنه کې ځای نشته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x