افغانستان

د ولسي جرګې پلاوی د کندهار د پېښي د پلټونو بشپړولو پرته کابل ته ستون شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لېندۍ ۲۵مه، ۱۳۹۴ ل): د ولسي جرګې هغه څلور کسیزه پلاوی چې د کابل څخه کندهار ته د هوایې ډګر د پېښي د پلټونو لپاره راغلی وو د پلټونو د بشپړولو پرته کابل ته ستون شو.

د ولسي جرګې څلور کسیزه پلاوي چې مشري یې عبدالحي اخندزاده کول، د پلټونو دلومړنیو پایلو د اعلان پر مهال وویل چې د کندهار پېښه د امنیتي ارګانونو ترمنځ د نه همږغی، د ۲۰۵ اتل قول اردو د ادارې د بېغوری، د شخصي شرکتونو د ناقانونه فعالیتونو او د هوایې ډګر په کمپلکس کې د غیر اصولي تاسیساتو له امله رامنځته شوي.

د کندهار هوایې ډګر په ډله ییز برید کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته چې ډیری قربانیان یې بهرني او داخلي پوځیان وه، د افغان پوځ د وژل شویو عسکرو په ډله کې پلوټان او ډاکتران هم شامل دي.

په کندهار هوایې ډګر کې د وژل شویو پلوټانو له ډلي څخه عبیدالله او طاهر خان هم دي
عبیدالله خان او طاهرخان (صافی) د افغان پوځ وژل شوي پلوټان

د بریدونو پر مهال ځینو ښځو او ماشومانو ته هم مرګ ژوبله واوښتل چې طالبانو یې پړه پر حکومتي او بهرنیو ځواکونو اچولي، د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چې دغه مرګ ژوبله پر بریدګرو د لویو بمونو د استعمال له امله رامنځته شوي.

د پلاوي مشر عبدالحي اخندزاده وویل، د هوایې ډګر دغه سیمه چې ډله ییز بریدګر ورننوتي ډیره خوندي ده او هیڅ شوني نه ده چې نابلده کس دي دغه ځای ته داخل شي، نوموړي همدارنګه وویل چې بریدګر په دوو موټرو کې هوایې ډګر ته داخل شوي او وسلي دننه په میدان کې ورکول شوي دي.

دا چې پېښه ډیره دقیقه او ژوري ریښي لري نو پلټني یې کشفي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

د پلاوي یوه بل غړي عطاوالله حبیب چې په ولسي جرګه کې د کندهار د خلګو استازی دی په پېښه کې د ۲۰۵ اتل قول اردو اداره پړه بللي او زیاتوي چې د قول اردو قومندان د جګړې پر مهال خاصو ځواکونو ته د برید د قابو کولو لپاره اجازه نه ده ورکړي، نوموړي د حکومت له مرکزي ادارې وغوښتل تر څو د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندان ژر تر ژره له دندي ګوښه او پر ځای یې بل وړ کس وټاکي.

د ولسي جرګې پلاوي د خبریالانو پوښتنو ته د ځوابونو ویلو پرته غونډه پای ته ورسول او کابل ته ستانه شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x