fbpx

د همت څلی

حامد افغان

د لومړي ځل له پاره د ایرانیانو څو کورنۍ د هند ګجرات ولایت ته ورغلې، هغه مهال د ګجرات واکمن “یادو رانا” نومیدی، د ایرانیانو مشر یادو رانا ته ورغی څو هلته د اوسيدلو اجازه ورنه واخلي، د هغه په مجلس کې یې چې هغه ته دا خبره وریاده کړه هغه په ځواب کې د شیدو ډک ګيلاس ورکړ، مطلب یې دا و چې ګجرات په موږ ډک دی تاسو نه راسره ځایېږئ، او د اوسيدلو اجازه نشته.

د ایرانیانو مشر هم د نغوتې ځواب غوره کړ، ګيلاس یې ورواخيست، په ګيلاس کې یې یوه چمچه بوره واچوله او حل یې کړه، ګيلاس یې بیرته د ګجرات واکمن ته ورکړ، د نغوتې په ژبه د ایراني مشر د دې کړنې موخه دا وه چې موږ ستاسو شیدې نه درکموو بلکي درته خوږوو یې، موږ ستاسو خلکو ته خواږه درکوو درنه اخلو یې نه، په دې سره سورخاپی هندو واکمن موسکی شو او ایرانیانو ته یې په ګجرات کې د اوسیدلو اجازه ورکړه.

موږ باید پخپل زیار او هڅو سره نورو ته ورکوونکي وګرځو، د نورو د هڅو او خواريو میوې ته زېړې سترګې ونه نیسو، هر ځای که ځانونه نورو ته ګټه رسوونکي وګرځوو هسکې غاړې او سپین مخي به ګرځو، او که څوک د بې همتي او تنبلي ټیټ ژوند غوره کړي، د نورو لاسکتویه پاته شي؛ ټول ژوند به ژېړې سترګې او سرکوزي پاته وي. د همت څلي ته ختلې انسانان د ټولنې د ملا تېر او خوند او رنګ دي، او د بې همتې کندو ته لوېدلې انسانان د ټولنې د وږو درانه پېټي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د