ادبي لیکني

په جنتي ژبه د بهسودو کيسه

ليکوال: محمود الحسن (عابد)

د جنت د لس پوړيز محل د شپږم پوړ څخه ستاسو زوی:

پلار جانه! زما سيپاره دي له خاورو څخه راويستلې ده او که اوس هم تر خاورو لاندې پرته ده؟

هغه تا چې راته نوي بوټان راوړي وه او راته ويل چې دا زمونږ د ګران هېواد جوړښت دی، بايد د خپل هېواد حوړښت وکاروو او پرمختګ ورکړو، هغه چې عايشې خور مي راته په مينه رنګ کړي وه هغه خو به هم ټول شلېدلي وي.

سهار چې جومات ته تلم مورجاني مې راته ويل: زويه! په خاورو مه کېنه! بيا دي جامې خيرنيږي، دا چې هغې زما په وينو سرې جامې وليدې، هغه خو به په قهر شوې نه وي؟ داسې خو به يې نه وي ويلي: چې ما له خاورو منع کولو ده پرې سور رنګ اړولی دی.

مور جانې! زه خو نه يم خبر چې دا رنګ پرې چا اړولی دی!!!

خو زه چې کله د جومات نه راووتم، د اکا زوی مې جمال راته کړه: راځئ! لږ د جومات تر څنګ مستي وکړو، مونږ د خپل عادت له مخې مستي کوله چې يو درز مي تر غوږو شو، بيا نه وم پوه؛ خو په جامو مي سور رنګ وليد، په کتو سره يې خفه شوم چې نن به بيا راته مور جانه په قهر وي.

مور جانې ما معاف کړه! ما ولاکه جامې خيرني کړي وي!!

مورې! نن يې جنت ته په سوزنۍ کې تړل شوی ماشوم راوړ؛ نو ماته مي خپل ګران ورور عبدالله را په زړه شو، زړه مي غوښتل چې ډيرې خبرې ورسره وکړم؛ خو هغه هيس ځواب نه ويل، پرته له دې چې هغه يوازې په ژړا پوهېده، ما مي د خپل عبدالله ورور په څېر په خوله کي جوشک ورکړ تر څو ژړا يې کمه شي، دا ؤ چې يوه ښځه راغله مخ يې په دود وهلی تور څرګند شو، لکه همدا اوس چې يې مېلمنو ته ډوډئ تياره کړې وې.

مورجانې! ماته مي د خپل کور هغه وخت راياد شو چې مونږ کره به مېلمانه راغلل او د کور ټول وگړي به يې په خدمت کې بوخت ول.

پلار جانه! دا کورنۍ زمونږ همسايه ګان دي چې پلار يې يوسف نوميږي او وايي چې د ننگرهار د بهسودو اوسېدونکي وو.

يوسف کاکا راته د ګران هېواد ټولې کيسې تېري کړې…

چې په هغو کې يوه کيسه دا هم وه:

يوه ورځ د ملي اردو ځواکونو د وردګ ولايت په سيد آباد کې د جومات تر څنګ ماشومان په هاوان وويشتل، پلار جانه! زه نه وم خبر چې زما په جامو سور رنګ د ملي اردو ځواکونو اړولی ؤ، ما خو نه طالب او نه داعش پيژانده، د ملي اردو نوم مي هم په اول ځل واورېد.

پلار جانه! يوسف کاکا مي بيا خپله کيسه راته داسې وکړه:

چې درې مېلمانه مي کور ته راغله، ما يې د اسلامي او افغاني دود او کلتور پر اساس ښه مېلمه پالنه وکړه، بيا نه يم خبر چې څه راباندې وشوه؛ خو کله چې مي سترګې خلاصي شوې نه د بهسودو د سيند څپې راتلې او نه هم د مرغانو د ترنم ښايسته ترانې اورېدل کېدې، اوس په داسې ځای کې يم چې هر لور ته لوړې ابادی، دنګې ونې، زړه راښکونکي هواګانې او ځای په ځای شنې درې دي.

پلار جانه! ما ورسره هيس نه منله چې څنګه دي د کور ډوډئ هم وخوري او بيا دي د کور ټول وگړي په شهادت ورسوي.

دا راته ووايه! چې اوس هم په گران هېواد کې هغه د خړو رېنجرو څښتنان چې خلک يې د ملي اردو په نوم يادوي شتون لري او که نه؟ ايا هغه رښتيا هم “”ملي”” اردو ده؟

هغه پاچا چې خلکو به ويل: افغانستان ته به امن راولي، هغه خو د هېواد د راتلونکي نسل د ختمولو په نيت راغلی، هغه ته اوس هم خلک پاچا وايي؟

پلار جانه! اوس هم مېلمنو ته خلک په درنه سترګه گوري؟

هو: موږ په دې پوهېږو چې مېلمانه زموږ په کلتور کې قدر لري؛ خو په دې نه پوهېږو چې دې خلکو د پښتنو او د پښتنو د دونو پسې راخيستې، تر څو د دوی نه دا پېغمبري صفتونه لرې او پر ځای يې د کرکې او نفرت تخمونه ځای ونيسي.

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x