charg pokht

چرګ مې تیارکړی

كيسه کا چې یو سړی په خپله میرمن ویریدی چې ګوا ښه نه اورې ، او کیدی شې یوه ورځ پخه کڼه شي ، نویې له ځانه سره پریکړه وکړه چې د غوږونو ډاکټر ته یې ورښکاره کړې ، خوډاکټر ته له بیولو مخکې یې دخپلې کورنۍ له ډاکټر سره مشوره مناسب وبلله ، ډاکټر ته ورغی او کیسه یې ورته وکړه ، ډاکټر ورته وویل : یوه ساده لاره به زه در وښیم هغه تجربه کړه اوله هغه وروسته به ګورو ، هغه دسې چې د کڼوالي دمعلومولو یوه اسانه لاره وازمویه اوهغه داسې چې څلویښت ګامه له هغې لرې ودریږه اوپه عادې اواز غږ ور وکړه ، که یې واوریده خبره سمه ده اوکنه لس ګامه ورنږدې شه له دیرش ګامه غږ ورکړه که یې واوریده ښه اوکنه لس نور ورنږدې شه که یې بیاهم نه واوریدل لس نور ورنږدې شه اوپه دي توګه کم کم ورنږدې کیږه ترڅو ستا غږ واورې ،

مازدیګر مهال سړی کورته راغی او میرمن یې په پخلنځي کې د ماښام د ډوډۍ په تیارولو بوخته ده ، له ځانه سره یې کړه چې اوس باید د ډاکټر وصیت عملي کړم بیرته شاته ولاړ او د څلویښت ګامه په فاصله کې ودریدی ، په عادې اواز یې ورته وویل : ګرانې بیګاته دې ځه راته تیار کړې دي ، ښځې ځواب ورنکړ !! لس ګامه ورنږدې شو او هغه پوښتنه یې تکرار کړه ، میرمنې یې ځواب ورنکړ ، لس ګامه نور خو دمیرمني له لورې ځواب نه و ، سړې له ځانه سره کړه چې زما ویره بیځایه نه وه لنډه داچې لیږ به لنډیدی او هغه پوښتنه به یې کوله اخر پخلنځای ته ورننوت او ورته کړه یې : ګرانې بیګاته دې ځه راته تیار کړې دي، میرمنې یې ورته وویل : …… داپنځم ځل ده چې درته وایم چرګ مې تیار کړی ده .

ډیر ځله موږ ته راپیښې ستونزې زموږ له خپله لاسه وې په هغه کې دبل چا لاس نه وې ، خوموږ ګومان کوو چې دا دنورو له لاسه راپیښې شوې دي ، په دې غلط ګومان سره موږ په شکایتونو سر شو فریادونه کوو او خلک غندو ، په داسې حالت کې موږ دوه لوی تاوانونه کړې وي یودا چې د نوروپه غندنه اوبیځایه شکایتونو خدای راکړې انرژې ضایع کړو او بل داچې د ستونزو دمخنیوې داصلي حل (دځان اصلاح) چانس له لاسه ورکړو .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د