نظــر

د پښتنو له وژلو تر پښتنو وژلو‎

سعادت کلیوال

اوس مې هم یادیږی چه په شپږم ټولګی کې استاد راته ویل چه په نړۍ کې پښتانه د میلمه پالنې په قطار کې اول مقام لری او ورپسې عرب دا اعزاز لری. او دا تر لمر روښانه ده چه پښتانه د میلمه عزت او اکرام خو څه کوې چه د میلمه په سر د بل چا بدی ته تیار شوی خو دا پیغور ئی ځانته نده پرایښی چه میلمه ته د ده په کور کې څه تکلیف ورسیږی او یا میلمه له کوره وشړی.

پښتانه تر ځان ډیر پښتو ته لومړیتوب ورکوی. او ډیر داسې کارونه چه په آینده کې ئی شرم ورته پاتې کیږی خالص د پښتو له وجې پریږدی. بهتره خو لا داده چه د پښتو اکثره غیرتی تګلارې له شریعت سره هم موافقې دی لکه چه نبی علیه السلام فرمایی: څوک چه په الله او ورځ د قیامت ایمان لری نو هغه دې د میلمه عزت کوی. په بل ځای کې فرمایی: کوم کور ته چه میلمانه ډیر ورځی نو خیر هلته داسې تېز ورځی لکه چاړه چه د اوښ کوو ته تیزه ورځی (د اوښ د کوو غوښه ډیره خوږه وی نو ځکه خلک ورته په تلوار کې وی او ژر ئی پریکوی). یو شاعر څه ښه ویلی دی: د پښتو قانون مې دومره اسلامی ده..

که اسلام نه وای نو هم به مسلمان وای پښتنو ته میلمه له خپل ځان هم قدرمن ښکاری ځکه چه که په خپله ښه خوراک نه خوری غریب وی خو میلمه ته په هر قیمت ښه خوراک تیاروی او کوشش کوی چه میلمه خفه نشی. او داسې نورې بیلګې چه په نړۍ کې هغه خصوصیات پښتون قام ته په میراث ورپاتې دی.. برعکس که چیرته پښتانه یو بې پښتو کار وکړی نو تر بل هر چا ئی همدا خپل پښتانه مخالفت کوی.

د بهسودو پیښه ئی ښه مثال ده.

چه یو دومره ستر وحشت وشو او څوک له خولې غږ نه باسی خو همدا پښتانه دی چه لاریون کوی، په فسبوک او نورو ټولنیزو شبکو کې خپل اواز اوچتوی. او څه ئی چې په وس کې وی هغه استعمالوی او د نورو وجو سربیره اکثره غصه ئی همدې ټکی را پارولی چه د یو میلمه پال پښتون سره ولې داسې وشول؟ ځکه چه هغه پښتانه چه په میلمه ئی ځانونه قربانول اوس به میلمه ته د شک په سترګه ګوری، څوک به میلمه ته دروازه ورخلاصه نکړی، د خلکو تر منځ به د تګ راتګ لړۍ بنده شی، څوک به میلمه ته په ورین تندی ښه راغلاست ونه وایی بلکې میلمه به یو بوج ورته ښکاری. نو ددې وحشت اثرات یوازې تر یوې کورنۍ نi دی محدود بلکې په ټولو پښتنو کې به د میلمه پالنې مهم، لرغونی او ممتاز صفت ورک شی.

پخوا زمانه کې د یوه سړی ډیر ښکلی اس وو او په منډه کې هم ډیر تېز وو. او خرڅاوو ئی هم نه. یوه کس ځان سره وویل چه هر څنګه وی دا اس به ترې راتښتوم.

بله ورځ د اس څښتن په اس سپور چیرته روان وو او دا غل د لارې په سر د یو مریض په شکل ناست وو د اس والا ورته ودرید او د ځان پسې ئی شاته کیناوو چه لږ مزل ئی وکړ غله په زوره د اس څښتن له اس څخه وغورځاوو او د اس واګې ئی ترلاسه کړې او اس ئی پونده کړ. د اس څښتن پسې غږ کړ چه اس خو دې راڅخه واخیست خو یوه خبره واوره. غل ورته ودرید د اس څښتن ورته وویل چه دا اس ستا شو خو چاته داسې مه وایه چه دا اس مې په دې طریقه را پټ کړ ځکه چه بیا به خلک د یو بل سره نیکی ونکړی…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x