دیني، سیرت او تاریخ

شهید او شهادت – اوه پنځوسمه برخه

لیکوال: م محمد نعیم

۱۲ – شهید په جنت کې ورته ټاکل شوی ځای ویني.

په یادو لسو مجموعي ځانګړنو کې د شهید یوه ځانګړنه دا ده چې په جنت کې خپل ځای ويني ( و یری مقعده من الجنة ) دا ټکی په دوه ډوله تفسیر او شرح شوی، یو دا چې لیدل مجازي دي، شهید په حقیقت کې له شهادت نه مخکې په جنت کې خپل ځای نه ویني، په دې معنی چې مجاهد کله هغه بشارتونه او الهي پېرزوینې ور په یاد کړي چې الله تعالی یې شهید ته ور کوي، نو له دې سره مرګ ته وردانګل ورته آسانه شي. بیا تر خپل سر هم تېرېږي.

بل دا چې لیرې نه ده شهید له شهادت نه مخکې په جنت کې ورته ټاکل شوی ځای وویني[1]، ( ويرى مقعده من الجنة ) قال بعضهم: يراه قبل أن يقتل، وقال بعضهم: في سكرات الموت، فيرى مكانه الذي خصصه الله له )[2].

ژباړه: ځینې علماوو ویلي: مخکې له دې چې ووژل شي خپل ځای ويني، او ځینو ویلي: د ځانکندن په حالت کې، خپل هغه ځای ويني چې الله تعالی ورته ځانګړی کړی.

که په غور پام وشي دوهم نظر  ځواکمن ښکاري، د دوه دلیلونونو له امله:

۱ – یو دا چې د حدیث شریف لفظ ډاګیز، جوت او مطلق دی، مقید نه دی، داسې نه دي ویل شوي چې له مرګه وروسته یې ویني، یا یې له مرګه مخکې، که شهید له شهادت نه مخکې په جنت کې خپل ځای ونه ویني، له مرګ نه وروسته خو یې هر مومن ويني، مشهور حدیث شریف دی، چې کله مړی په قبر کې کېښودل شي له هغو درې پوښتنو وروسته که جنتي وي د جنت په لور یوه کړکۍ ورته را خلاصه شي او که دوزخي وي ددوزخ په لور، مطلب دا چې له مرګ نه وروسته هر کس په خپل برخلیک پوهېږي او ویني يې، نو په دې کې د شهید کومه ځانګړنه نشته.

۲ – بل دا چې د تاریخ په ګڼو پړاوونو کې د حق او باطل د جګړو په ډګرونو کې ډېر ځله داسې عملي پېښې لیدل شوې دي چې ښيي ځیني مجاهدین د سرښندنو پر مهال داسې څه ویني چې نور یې نه ویني. ځکه خو داسې سرښندنې کوي چې ټول ورته ګوته په غاښ شي.

سم مې په یاد نه دي چې ۲۰0۷ و، که ۲۰0۸  یو ملګری د مولوي صیب محمد شاه  پوښتنې ته ورتلو، چې نوی د پاکستان له یو زندان څخه را خلاص شوی ، زه هم ور سره شوم، هلته چې ورغلو نوموړي د خبرو په جریان کې د خپلو نیول کېدو په اړه وویل چې په وزیرستان کې د پولیسو په یو ځنځنیر ( پاټک ) تېرېدو او وسله هم را سره وه، د نوموړې سیمې د پولیسو او د سیمې د مجاهدینو تر منځ اور بند او په دې چې یو په بل به غرض نه کوو تړون شوی و، له همدې کبله مونږ هم په ډاډه زړه روان وو، ځنځیر ته چې ورسېدو و یې درولو، یو بل ځوان هم را سره و، مونږ ورته ویل څه خبره ده؟ وايي تاسو یو ځل را ښکته شئ هېڅ خبره نه ده، بیا به بېرته لاړ شئ، زه پوه شوم چې خبره بل ډول ده، ور ښکته شوو، په همدې شېبه کې مې ټینګ هوډ وکړ چې که یې وسله را نه اخیسته پرې ضربه کوم یې، کله چې له موټر نه را ښکته شوم، یو عجیب او غریب حالت مې تر سترګو شو، پراخه شین چمن او له تصور نه لوړه یوه ښکلې حور ډوله ښځه مې تر سترګو شوه، په همدې شېبه کې مې یو په یو په زړه کې را تېر شول چې یره وسله به ور کړم، له دې سره مې نوموړی حالت له سترګو پناه شو.

که څه هم هغه وخت د مولوي صیب دا کیسه بل ډول راته ښکاره شوه، خو بیا هم د زړه د پاسه مې ومنله، اوس مې چې دا حدیث شریف ولید، او په شرحه کې یې ځینې علماوو دا خبره کړې چې شهید له شهادت مخکې په جنت کې خپل ځای وینې باور مې ټینګ شو.

عطیة مرجان ابوذر چې د قرآن کریم او ساینس یو فلسطینی څېړونکی دی په خپله برېښنا پاڼه ( المرجان من هدی القرآن ) کې وايي:”  فقد حدثنا أخ من غزة قال: كنا نتربص  بالعدو الإسرائيلي على مشارف شمال غزة وإذ بأخ ممن عاهدوا الله على الشهادة يصرخ بأعلى صوته وهو يشير الى مكان ما ” انظروا الجنة …إني أرى الجنة” وما كاد يكررها ثالثة حتى اخترقت قلبه رصاصة قناص . وهذا الاخ من الشهداء الذين استشهدوا وبقيت الابتسامة عريضة على وجهه. “[3]

د غزې اوسیدونکي یو ملګري راته کړل: د غزې د شمال لوري په څنډو کې یهودي دښمن څارلو، که ګورو یو ملګری چې له الله تعالی سره یې په شهادت عهد کړی و، په لوړ آواز چېغې وهي او یو ځای ته اشاره کوی: ( جنت ته وګورئ!… یقینا زه جنت وینم ) لا یې دریم ځل دا خبره نه وه تکرار کړې چې ددښمن له لوري مرمۍ یې زړه وڅېرلو! نوموړی ملګری له هغو شهیدانو څخه و  چې له شهادت وروسته یې پراخه موسکا پر څېره غوړېدلې پاتې وه.

دا د اوس وخت کیسه ده، له دې ډېر وړاندې د صحابه‌وو رضی الله عنهم په وخت کې داسې پېښې را منځ ته شوې چې ښيي شهید له شهادت مخکې د جنت د لیدو احساس کوي، په دې اړه د احد په غزا کې د حضرت انس بن نضر  رضی  الله عنه کیسه ډېره مشهوره ده، د احادیثو او سیرت په کتابونو کې راځي چې انس بن نضر د بدر په غزا کې ګډون نه و کړی، ده به ویل که بیا غزا شوه، الله پاک به وګوري چې څه کوم!! کله چې د احد غزا شوه، د جګړې په ډګر کې په مسلمانانو کې ګډوډي راغله، سره په یوه او بله شول، خو انس بن نضر رضی الله عنه ددښمن په لور روان شو، ( فَاسْتَقْبَلَهُ سَعْدُ بْنُ مُعَاذٍ ، فَقَالَ يَا سَعْدُ بْنَ مُعَاذٍ ، الْجَنَّةَ ، وَرَبِّ النَّضْرِ إِنِّى أَجِدُ رِيحَهَا مِنْ دُونِ أُحُدٍ  )[4]

ژباړه: نو سعد بن معاذ په مخه ورغی، ویل: اې سعد بن معاذه! جنت دی، د نضر په پالونکي قسم چې د احد د غره له خوا یې بوی راته راځي.

سعد بن معاذ وايي اې رسول الله صلی الله علیه وسلم! هغه څه چې ده وکړل ما ونشو کولی، یعني ما دده په څېر په دښمن ور ونشو دانګلی،[5] د حدیث راوي حضرت انس بن مالک رضی الله عنه چې د حضرت انس بن نضر رضی الله عنه وراره دی،  وايي بیا وروسته په داسې حال کې شهید وموندل شو چې پر بدن یې څو اتیا د تورو، نېزو او غشیو ګوزارونه خوړلي وو.

په اسد الغابة کې د جبار بن سلمي له قوله داسې راغلي: (  يو له هغه څه چې اسلام ته یې بلنه راکړه، دا و چې ما له دوی ( مسلمانانو ) څخه په یو کس ( عامر  ) ګوزار وکړ، بیا مې ترې واورېدل چې ویل یې: قسم په الله چې بریالی شوم! وايي له ځان سره مې ویل چې په څه شي بریالی شو؟ آیا و مې نه واژه؟ تر دې چې بیا مې له خلکو نه پوښتنه وکړه چې ددې خبرې مطلب یې څه و؟ هغوی ویل: شهادت ښيي، ما ویل قسم په الله چې په رښتیا هم کامیاب شوی!) [6] له دې روایت نه هم معلومېږي چې شهید له شهادت نه مخکې داسې څه ویني چې لویه بریا او کامیابي ورته ښکاري، معمول دا دی چې د جګړې په ډګر کې سختۍ او ستړیاوې وي، ټپونه او زخمونه وي، مرګونه او وژل کېدل وي، له دې یو سره هم د انساني فطرت له مخې نه آساني وي، نه خوشحالي او نه آرامي، دا چې یو څوک د مرګ په حالت کې خوشحالي کوي، ځان کامیاب بولي، پرته له شکه چې د معمول خلاف کار دی، او دا هغه مهال کېدای شي چې د معمول خلاف څه وویني، که نه نور عام خلک چې مړه کېږي ولې داسې نه وي؟

اصلي خبره دا وه چې شهید له شهادت نه مخکې په جنت کې خپل ځای ویني، او دا یې یو دوه عملي نښې دي، حضرت انس بن النضر رضی الله عنه د جګړې پر مهال وايي: د احد له غره نه د جنت بوی راځي! نور پر دښمن ور دانګي، د نیزو، غشیو او تورور څو اتیا ټپونه پر بدن خوري، او د شهادت لوړ مقام ته رسي،  او حضرت عامر رضی الله عنه د تورې ګوزار له خوړلو سره سم دا چېغه کوي چې په الله قسم کامیاب شوم، په دې اړه که لږ غور وشي، له ورایه معلومېږي چې شهید له شهادت نه مخکې هرو مرو داسې څه ویني چې نور عادي خلک یې نه ویني، او هغه همدا خبره ده چې په جنت کې خپل ځای ویني.

دانس بن نضر رضی الله عنه له کیسې د استشهادي بریدونو جواز  هم معلومېږي، علماء فرمايي چې په دې حدیث شریف کې څو ګټې دي: په جهاد کې سرښندنه، په خپله ژمنه وفا کول که څه هم دومره سخت وي چې خبره تر مرګه رسي، په جهاد کې شهادت غوښتنه د ځان هلاکولو او وژلو په معنی نه ده، د حضرت انس بن نضر رضی الله عنه فضیلت او ځانګړنه.[7]

نور بیا…

م. محمد نعیم

[1] –  فتح الباري، ج ۶، ص ۲۳، عمدة القاري ج ۱۴، ص ۱۰۳.
[2] – ( 40 حديثاً في فضل الجهاد وشرحها ) للشيخ أبي عبد الله المقدسي (حفظه الله ) المسؤول الشرعي لتنظيم فتح الإسلام.
[3] – https://sites.google.com/site/kamaljouda3/2/1/home/1-1/abtsamte-alshhyd-lmadha-wmaldlyl-lyha-9
[4] – صحيح البخاري, باب قول الله ( من المؤمنين رجال صدقوا.. ) وباب غزوة أحد, صحيح مسلم, باب ثبوت الجنة للشهيد, سنن الترمذي, باب ومن سورة الأحزاب , مسند أحمد, مسند أنس بن مالك.
[5] – فتح الباري، ج ۱۳، ص ۲۳. تحفة الاحو‍ذي، ج ۸، ص ۴۳.
[6] اسد الغابة في تمییز الصحابة، لابن الاثیر، ج۱، ص ۱۶۷.
[7] – فتح الباري، ج ۶، ص ۲۳، عمدة القاري ج ۱۴، ص ۱۰۳.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x