ټولنیزه برخه

د محمد بن واسع ګوته

د اسلامي لښکرو ستر او وتلی قومندان دختیځ فاتح قیبه بن مسلم د فتوحاتو او بریاو وتلی تاریخي ستوری دی ، وای یو وخت د دښمن وګړي پرې زیات شوو اوفکریې وکړ چې دی اولښکز یې د دښمن په سخت حصار کې بند دي ، په دې سخت حالت کې یې دلښکر مشران او سرګروپان دمشورې له پاره راټول کړل ، څو له دي محاصره حالت نه ځانونه او خپل لښکر خوندې وباسې ، دوی په دي مشورو بوخت وو ، دخلاصون دمختلفولارودسنجولو په ترڅ کې قتیبه داهم وویل : له ستونزو او محاصرو نه دروغ وتلو یوه مهمه لاره خدای ته زارۍ او رجوع کول دي ، هغه ذات په هرڅه قادر او هغه رښتینی نجات ورکوونکی دی ،

قومندان وویل : زموږ یو ډیر متقي او صالح مجاهد ملګری محمد بن واسع راوغواړﺉ چې هغه خدای ته عاجزي اودعا وکړې څو مو لوی څښتن له دي حالت نه روغ وباسې ، خلکو د محمد بن واسع پلټنه پیل کړه چې د دعا له پاره یې راوغواړې ، خو هغه په یوه غلې ځای کې ناست و ، ګوته یې اسمان ته نیولي وه او په ډیره عاجزې یې دعا کوله ، خلک بیرته قومندان ته ورغلل او د محمد بن واسع حالت او کیفیت یې ورته بیان کړ ، قومندان ډیر زیات خوشاله شو او زیاته یې کړه :  تاسوته دبریالیتوب زیرۍ درکوم  ، په خدای قسم  داسمان لورته دمحمد بن واسع غځیدلې ګوته په ماباندې له سل زره لغړو تورو او همدومره تیرونیزو نه ډیره ګرانه ده ، أبشروا فقد نصرتم والله لهذه الاصبع أحب الي من مئة الف سيف شهير وسنان طرير.  او همداسې وشول دقتیبه لښکروبریالیتوب ترلاسه کړ .

په دې کې شک نشته چې د محمد بن واسع په څیر اسمان ته غځیدلې ګوتې نن  کمې دي . او اسلامي امت نن داسې ګوتوته تربل هروخت زیاته اړتیا لرې .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x