شعـــــرونه

اغياردي ورك شي

دمجازي عشق سرخوړلى انتظاردي ورك شي
دنشه  يئ تو كو خما ر او  هم قماردي ورك شي

چي دپاك  خداى    دنا را ضي  سبب  دي  هر  لحظه
داسي رويبارداسي دلدارداسي ديداردي ورك شي

داچي   درګر د كي  پلو رل  كيږي  دګناؤ اسباب
دغه دكان دغه ماركيټ اودا بازاردي ورك شي

دساز اوسروز ټغردي  ټول  شي خو بې لاري   يې  كړو
 رباب دي مات شي له شپېلئ سره سيتاردي ورك شي

هم په پيسبوك هم په سكايپي هم په ياهو كي كيږي
دادلس ځايه مينتوب  دروغ اظهار دي ورك شي

دين  مو پر  هير شو د  ډمانو خو دي  بېخ  وخيږي
ډمه دي سروخوري له ډول سره سينګار دي ورك شي

دوزخ  مو  هېر  قبر مو هير دي  او  دنيا  كي   وايو
لړم دي ورك شي ماردي ورك شي اوښاماردي ورك ښي

موږ  افغانان   سره  جوړيږو  كه  دخداى  رضاوه
دغه راغلى اشغالګر وحشي قطار دي ورك شي

الهامه !  زړونو  ته  راځي   قرار    په   مڼده   منډه
زندان دي ورك شي داردي ورك شي اواغياردي ورك شي

2012 /08 / 7

سيداحسان الله الهام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x