افغانستان

عرب پسرلي؛ ۸۳۳ ملیارد ډالره زیان او ۱۴.۴ ملیونه کډوال زیږولي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لېندۍ ۲۵مه، ۱۳۹۴ل): که څه هم د عربي نړۍ ولسونو د پخوانیو ظالمو او دیکتاتوري نظامونو پر ضد د بدلون لپاره پاڅون وکړ، داسي بدلون چې دوی ته به ازادي راوړي، دوی به د جهل د تورتمونو څخه را باسي، د علم لاري به ورته پرانیزي، ددوی ژوند، مال او هیواد به یې خوندي وي، د هیواد ټول امکانات به د یو څو کسو حاکمو کورنیو په واک کې نه وي، بلکي هر وګړي ته به خپل حق پر خپل وخت او خپل ځای رسیږي، هر ځای کي به قانون وي، او هیڅ څوک به تر قانون پورته نه وي.

خو توقعات، او امیدونه هر وخت نه رښتیا کیږي، په تیره هلته چې د بهرنیو استخباراتي کړیو لاسونه او پلانونه ور ګډ سي.

همدا ټوکه د عربي پسرلي سره وشوه، هغه ولسونه چې د خپلي ازادۍ لپاره یې اوازونه اوچت کړل، نن یو ځل بیا تر استبداد او فقر لاندي ژوند کوی، نن یې یو ځل بیا سیاسي حقوق سلب شوي او هر څوک د خپل ژوند ساتلو او خیټې ډکولو لپاره سرګردان دی.

د عرب استراتیژیک فورم په نامه یوه څیړنیز مرکز د وروستۍ څیړني سره سم د بشري ناورین سربیره د عرب پسرلي له کبله ولسونو ته ۸۳۳.۷ ملیارد ډالره تاوان رسیدلی.

په دغه زیانونو کې ټول هغه تاوانونه څیړل شوي چې د عربي پسرلي له کبله یادو هیوادونو ته رسیدلي، چې په هغه کې د زیربیناوو تخریب، دولتي موسسې له منځه تلل، سیاحت، د مهاجرینو لګښتونه او نور شامل دي.

په څیړنه کې ویل شوي چې د همدې لویو تاوانانونو له کبله ټول سیمه ایز هیوادونه ورسره په اقتصادي او ټولنیز لحاظ کمزوري شول.

په څیړنه کې د نړیوال بانک، د ملګرو ملتونو پر ځینو ادارو او نورو نړیوالو بنسټونو پر راپورونو استناد شوی.

په دې څیړنه کې په اقتصادي حالت نهه اړخونه څیړل شوي، چې په هغه کې کورنی ناخالص تولید، د سیاحت سکتور، کار، دونډو او اسعارو بازار، بهرنی پانګه اچونه، کډوال او دزیربیناوو بیا جوړول پکښي شامل دی.

په څیړنه کې ویل شوي چې عربي پسرلي د کال ۲۰۱۰ څخه بیا تر ۲۰۱۴ پوري بشپړ تاوان ۸۳۳.۷ ملیارد ډالره ته رسیږي، چې پر هغه سربیره د جګړو او ترورویستي بریدونو له امله ۱.۳۴ ملیونه انسانان پکښي وژل شوي او یا ټپيان شوي دي.

په دغه دولتونو کې یوازي زیربینا ته ۴۶۱ ملیارد ډالره تاوان رسیدلی چې په هغه کې هغه تاریخي اثار او ځایونه هم شامل دي چې تر هر قیمت زیات ارزښت لري.

ډیری شنونکي په دې باور دي چې د نړیوالو قوتونو سربیره د عرب پسرلي هیوادونو په تخریب کې او همداسي د عرب پسرلي په ناکامولو کې د سعودي، او اماراتو په شمول نورو هغو هیوادونو هم ونډه لرله چې په خپل هیواد کې د ورته پسرلې او پاڅون څخه په ویره کې وه. دوی غوښتل چې دغه پاڅونونه ناکام ثابت کړي تر څو ددوی ولس پر خپل حال شکر وباسي او په ورته اقدام لاس پوري نه کړي.Print

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x