افغانستان

په بګرام زندان کې یو دیني عالم «مولوي عبدالرقیب» وژل شوی دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لېندۍ ۲۵مه، ۱۳۹۴ل): د راپورونو تر مخه په بګرام زندان کې یو تن مخور او پیاوړی دیني عالم مولوي عبدالرقیب د مولوي محمد ادریس زوی د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ د ګندمک د سیمي اوسیدونکی وژل شوی دی.

د نوموړي په اړه ویل شوي چې نوموړی دوه کاله مخکې امریکایانو نیولی وو او بیا یې بګرام زندان ته انتقال کړی وو، چې هلته د دوه کلونو لپاره بې له محکمې وساتل شو، او ویل کیږي چې په دغه زندان کې دوه ورځي وړاندي تر سختو شکنجو او وهلو وروسته وژل شوی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی آسیا ته په رالیږلي خبرپانه کې د نوموړي وژنه په کلکو ټکو غندلې او د امریکایانو په شمول یې پر ګډ حکومت نیوکه کړې چې په بندي خانه کې یې نوموړی تر سختو شکنجو، وهلو او ظلمونو وروسته وژلی دی.

د مولوي عبدالرقیب د جنازې لمونځ نن مازیګر د جلال اباد ښار په عیدګاه کې د زیات شمېر هیوادوالو په ګډون سره ادا شو.

مجاهد په خپلو څرګندونو کې ویلي: «دا لومړی ځل نه دی چې زموږ بندي هیوادوال د امریکایانو او د کابل د غلامانو په زندانونو، توقیف خانو او استخباراتي کرغیړنو دستګاوو کې په خورا وحشت سره په شهادت رسول کيږي، او بیا يې د شکنجو له علائمو ډک جسد خپلوانوته سپارل کيږي.»

نوموړي د مولوي عبدالرقیب کورنۍ ته د تسلیت ورکولو وروسته ژمنه کړې چې «اسلامي امارت» به د مظلومو شهیدانو انتقام د بهرنیو «اشغالګرو» او د هغوی له سرټیټو «غلامانو» څخه اخلي.

نوموړي همداراز د بشر د حقوقو پر «مدعي» بنسټونو او نړیوالو ادارو غږ کړی چې د کابل او په امریکايي زندانونو کې د مظلومو بندي هیوادوالو او خصوصا علماو سره د ظلم مخنیوی وکړي، او خپل مسؤولیت په دې اړه ادا کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x