ازبکستان: محجبې مېرمنې په ۲ کاله بند محکومیږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لېندۍ ۲۵مه، ۱۳۹۴ل): د ازبکستان واکمنو اعلان کړی چې هغه مېرمنې به په دوه کاله بند محکومیږي چې د پولیسو له لومړني اخطار وروسته د حجاب اغوستلو جرم تکرار کړي.

د روان میلادي کال په جون میاشت کې ازبک چارواکو د محجبو میرمنو لپاره د بند موده ۱۵ ورځې ټاکلې وه، خو اوس دغه موده ۲ کالو پورې وغځیده.

ازبک پولیس وايي چې د دې هیواد په دفاترو، ښوونځیو، پوهنتونونو، بازارونو، روغتونونو او عامه ځایونو کې د حجاب په تن کول منع دي. د پولیسو په وینا، محجبو میرمنو ته په لومړي ځل اخطار ورکول کیږي او په هغه تعهد ترې لاسلیک اخیستل کیږي چې دوهم ځل به حجاب نه په تن کوي.

پولیس زیاتوي، که یوه میرمن په دوهم ځل په حجاب کې ونیول شي پر مالي جرمانې سربېره په ۱۵ ورځې بند محکومیږي، خو که په دریم ځل حجاب په تن کړي په ۲ کلونو بند محکومیږي.

د یادونې وړ ده چې په ازبکستان کې د ښځو د حجاب پر وړاندې د بندیزونو لړۍ له ۲۰۰۹ کال راهیسې روانه ده، چې له کبله زیات شمېر مسلمانو مېرمنو د پولیسو د زورزیاتي له ویرې پرده او حجاب پریښي.

په تېره سپتمبر میاشت کې د پلازمینې تاشکند له یوه روغتون څخه پنځه تنه نرسانې وروسته تر هغه له دندو وشړل شوې چې روغتون ته په پرده کې ورغلې وې.

د روانې میاشت په پیل کې د ازبکستان امنیتي چارواکو یوه ۱۷ کلنه مسلمانه پیغله په دې تور تحقیقاتو ته وروغوښته چې په خواله رسنیو کې یې د حجاب انځورونه خپاره کړي و او لیکلي یې و چې پر حجاب د بندیز له امله ښوونځي ته نه شي تللی.

د ازبکستان ۸۵٪ وګړي مسلمانان دي او د دې هیواد د بخارا او سمرقند ښارونه په اسلامي تاریخ کې له مشهورو علمي او پوهنیزو مرکزونو څخه ګڼل کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د