
دخوب په مهال دخېټي د وازګي د ويلي کولو جادويي شربت
محمد قدوسي
مونږ چي کله دنارينه او ښځېنه دچاغښت خبره کوو ترټولو زيات خطرناک دخېټي سيمه ده چي بېلابېل لاملونه خېټه غټوي لکه حمل دعمر زياتوالی زاړه پاړسوبونه او همداسي نور.
تاسو به باور نكړئ چي له مونږ سره يوه داسي نسخه شته چي دخوب په مهال ستاسو دخېټي وازګه ويلي کوي دا هغه وخت چي تاسي دا نسخه کټ مټ وکاروئ دا شربت به تاسو تر وېده کېدلو درې ساعته مخکي څښئ دکېوي مېوه نه يواځي دا چي وازګه او کالري په طبیعي شکل سوځوي بلکه ټول هغه طبیعي وېټآمېنونه لري کوم چي انساني جسم ورته اړتيا لري.

1- درې دانې کېوي / KIWI
2- يو دانه لیمون
3- نېمه نارنګۍ / نارنج
4- يو څو د پالکو پاڼي

5- يوه وړه قاچوغه بذر الکتان (زغر زڼي) – په ویکیپيډیا کې د زغر زڼو په اړه معلومات دلته وګورئ:
https://fa.wikipedia.org/wiki/%DA%A9%D8%AA%D8%A7%D9%86
نارنګۍ او ليمون به دواړ ونښتېځې او دا نور مواد به وړې وړې ټوټي کړې او په برقي مکسر کي به يې واچوې وروسته دمالتې او لېمون اوبه ورواچوه بوره مه پکي اچوه که غواړې چي يوڅه خوږ شي يوه چمچه اصلي شات ورواچوه ټول مواد ښه سره ګډ کړه او هرماخوستن دا روغتيا بښونکی او په معدني موادو بډای يو ګلاس شربت نوش جان کوه.
او هره ورځ ددې شربت څښلو ته تر هغه وخته دوام ورکړئ ترڅو چي خېټه مو نارمل حالت ته راوګرزوي.
ستاسو دصحت من ژوند په هيله په دعا کي مو ياد ساتئ.
ورونو او خویندو اسلام علیکم د خلې د بد بوئ دپاره څه کول پکاردې هیله کوم په ایمایل کی راته ځواب راکئ
مقصد چی ماته ځواب حاصیل شی مننه
د زړه له کومی ، په ډیر اخلاص د الله ج ذکر کوۍ ، له هغه وروسته ډاکتر ته مراجعه وکړی ، کیدی شی کوم ډول انفکشن درته پیدا شوی وی هغوی به انتی بیوتیک دوایی درکړی او د هغه دوایی سره به الله ج تاسی جوړ کړی . همدارنګه غوښه کمه او سیزیجات او میوه جات زیات وخوری ، نعناع انیلی ، او هغه څه زیات وخوری چه ویتامین سی او ځینی نور وینامینونه ولری ، خوله کی دغاشونو تر منځ ځانګړی تار ووهی ، یعنی د غاشو تر منځ بقایا پاکی او بیا د غاشونو به ځانګړو کریمو… نور لوستل »
محترمه په دی پنبه دانی باندی پوه نشوم لطفا که په دی برخه کی څه معلومات راکړی مننه
صحي دي
ډيره مننه
دازماضرورت دئ
Der kha malomat wa dera ziata manana