ټولنیزه برخه

مديريت د يوۀ هنر پۀ توګه:

هنر مطلوبو پايلو ته د رسېدو پۀ موخه، د پوهې او وړتياوو د کارونې پۀ مفهوم دى. هنر کولاى شو غوره ښايېدونکوممکنو پايلو ته د رسېدو پۀ موخه، د ټوليزو نظري اصولو د ځاني کارونې پۀ توګه تعريف کړو. هنر لاندينۍ ځانګړتياوې لري.

1.    عملي پوهه: هر هنر بايد عملي پوهه ولري، يوازې نظري زده کړه بسيا نۀ ده. د نظري اصولو پۀ کارونې باندې پوهېدل ډېر اړين دي. د بېلګې پۀ توګه، کۀ وغواړو يو ښۀ انځور ګر شو، يوازې پۀ بېلابېلو رنګونو او بورسونو باندې پوهېدل بسيا نۀ دي، بلکه پۀ وړ ډول د کارونې پۀ موخه يې – پۀ بېلابېلو ډيزاينونو، اړخونوابعادو، حالاتو او داسې نورو باندې هم پوهېدل اړين دي. يو مدير هېڅکله د مديريت پۀ څانګه کې يوازې د لېسانس يا ډيپلوم پۀ ترلاسه کولو سره نشي کولاى، بريالى وي بلکه پۀ واقعي حالاتو کې د بېلابېلو اصولو پۀ کارونې باندې هم بايد پوه وي.

2.    شخصي وړتياوې: کۀ څۀ هم نظري اصول ښايي د هر هنرکار لپاره يو ډول وي، خو د خپلې دندې پۀ اړه هر يو له خپل ډول او رودې څخه کار اخلي. پۀ همدې سوبسبب د بېلابېلو کسانو د اجراآتو د څرنګوالي او بري کچه توپير لري. د بېلګې پۀ توګه، بېلابېل جوګه  انځورګران شتون لري، خو اېم. اېف. حسين (M.F. Hussain) د خپل سبک له مخې د انځورګرۍ پۀ برخه کې پېژندل شوې څېره ده. پۀ ورته ډول، د هنر پۀ توګه مديريت هم پۀ شخص پورې اړند (ځاني) دى. هر مدير د سرچينو د مديريت پۀ موخه د خپلې پوهې، تجربې او شخصيت  له مخې – خپلې لارې چارې کاروي. له همدې امله ځينې مديران د ښو او ځينې نور بيا د بدو مديرانو پۀ توګه يادېږي.

3.    پنځونه: هر هنرکار د پنځونې د يوې ځانګړتيا لرونکى دى. پۀ همدې سوبسبب، هڅه کوي داسې يو څيز وپنځوي چې مخکې يې هيڅکله شتون نۀ وي لرلى چې دا چاره د  لياقت او خيال يوځاى والي ته اړتيا لري. مديريت هم پۀ ذات کې د نورو هنرونو پۀ شان پنځوونکى دى. مديريت، د دې لپاره چې مطلوبې پايلې تر لاسه کړي، پۀ  ګټور ډول بشري او غير بشري سرچينې سره يو ځاى کوي. هڅه کوي پۀ اغېزناک ډول د تارونو پۀ يو ځاى کولو سره خوږه موسيقي رامنځ ته کړي.

4.    د تمرين له لارې بشپړوالىبې عيبتوب: تمرين يو کس ته بشپړتيا بښي. هر هنرکار پۀ پر له پسې تمرينونو سره لا ډېر مهارت ترلاسه کوي. پۀ ورته توګه مديران هم پۀ لومړيو کې د آزمېيښت او تېروتنې له هنر څخه زده کړه اخلي خو د مديريتي اصولو کارَونه ، د کلونو پۀ تېرېدو سره هغوى ته د مديريت پۀ دنده کې بشپړتيا بښي.

5.    موخه څارونکى: هر هنر پايله څارونکى  دى او هڅه کوي ټاکلې پايلې ترلاسه کړي. پۀ ورته توګه، مديريت هم له مخکې څخه د ټاکل شوو موخو پۀ لور لارښوونه کوي. مديريت د يوۀ سازمان د پرمختګ پۀ موخه بېلابېلې سرچينې – لکه: بشر، پيسې، توکي، ماشينري او رودې کاروي.

نو پۀ دې توګه موږ ويلاى شو چې مديريت يو هنر دى او د بېلابېلو اصولو پۀ کارونې ټينګار کوي. پۀ بل عبارت مديريت د لوړې کچې نظم هنر دى ځکه چې مطلوبو پايلو ته د رسېدو پۀ موخه پۀ کار کې د خلکو انګېرنې او چلند چوکاټوي.
 
مديريت د ساينس او هنر دواړو پۀ توګه:
مديريت دواړه – ساينس او هنر دى. پورتني ذکر شوي ټکي پۀ څرګند ډول روښانوي چې مديريت د دواړو، ساينس او هنر ځانګړتياوې سره يو ځاى کوي. کولاى شو د ساينس پۀ توګه يې ياد کړو ځکه چې د  پوهې د منظمې ټولګې او بېلابېلو هر ځاييزو رښتياتوبونوحقيقتونو لرونکى دى. همدارنګه کولاى شو مديريت د هنر پۀ توګه ياد کړو ځکه چې مديريت بېلابېلو وړتياوو ته اړتيا لري چې د مديرانو شخصي پانګه ګڼل کېږي. ساينس پوهه تياروي او هنر د پوهې او وړتياوو پۀ کارونې لاس پورې کوي.

يو مدير د دې لپاره چې پۀ خپل مسلک کې بريالى وي بايد پوهه او د کارونې هنر يې ترلاسه کړي. نو پۀ دې توګه مديريت د ساينس او هنر قضايي يوځاى والى دى  ځکه چې اصول ثابتوي او او د تطبيق پۀ موخه يې لارې پۀ ګوته کوي. ساينس ښوونه کوي چې “زده کړه” او هنر ښوونه کوي چې “وکړه”. د بېلګې پۀ ډول، يو کس نۀ شي کولاى يو ښۀ سندرغاړى شي تر څو چې د موسيقۍ اړوند بېلابېلې زده کړې تر لاسه نۀ کړي او خپلې شخصي وړتياوې ونۀ کاروي. پۀ ورته توګه دا د مدير لپاره بسيا نۀ ده چې يوازې اصول زده کړي بلکه د بېلابېلو مديرتي ستونزو د اواري پۀ موخه يې بايد پۀ کار هم واچوي. پۀ همدې سبب ساينس او هنر پۀ دوه اړخيز ډول سره بېل نۀ دي، بلکه دوى د يو او بل لازم او ملزوم دى (لکه چاى او بيسکېټ، پنېر او ډوډۍ او داسې نور).

هغه پخوانۍ مقوله چې “مديران زېږي” د نوې مقولې پۀ پلوي توب چې “مديران جوړېږي” رد شوې. پۀ وړ ډول څرګنده ده چې مديريت د هنرونو تر ټولو زوړ او د ساينس تر ټولو نوى يو دى. پۀ پايله کې، ويلاى شو چې ساينس ريښۀ او هنر مېوه ده.

نور بيا

اخځ: http://www.managementstudyguide.com/management_art.htm
  ——-

ژباړن: انبيا ژمن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x