د سعودي دفاع وزیر: محمد بن سلمان

انډونیزیا د تروریزم پر ضد د سعودي په ایتلاف نه ګډیږي، افغانستان مشوره کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لېندۍ ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): د انډونیزیا د بهرنیو چارو وزیري د اسلامي هیوادونو په هغه ایتلاف کې د ګډون څخه انکار کړی چې په دې وروستیو کې دسعودي په ابتکار د ۳۴ هیوادونو په ګډون جوړ شوی.

د بهرنیو چارو وزیری «ریتنو» رسنیو ته ویلي چې د سعودي د بهرنیو چارو وزیر عادل جبیر په دې اړه څو ځله خبره ورسره کړې، خو ځکه چې واضحه پالیسي او تګلاره نه لري، مونږ نه غواړو ور ګډ سو.

ریتنو زیاته کړې، انډونیزیا به کله هم د نورو هیوادونو سره په هیڅ کوم عسکري ایتلاف کې ګډون ونه کړي.

بل خوا په کابل کې د سعودي سفیر د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني څخه غوښتي چې د سعودي په ابتکار جوړ شوي اسلامي ایتلاف ور ګډ سي، خو صلاح الدین د مشورې لپاره وخت غوښتی.

سعودي د اسلامي عسکري ایتلاف په نامه په دې وروستیو کې یو ایتلاف جوړ کړی، چې د قوماندي مرکز به یې ریاض وي او د وزیر دفاع محمد بن سلمان په وینا د هر تروریستي ګوند پر ضد به د ضرورت سره سم عسکري او استخباراتي عملیات کوي.

په دغه ایتلاف کې ایران شمولیت نه لري، داسي ګمان کیږي چې سعودي ددې ایتلاف تر شا په سیمه کې د ایران د نفوذ مخ نیول غواړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د