نړۍ

داعش د معيوبو زېږېدونکو ماشومانو د وژلو فتوا صادره کړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لېندۍ ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): په سوريه او عراق کې د فعالې ياغي وسله والې ډلې «داعش» په يوې نوې فتوا کې د هغو نويو زېږدونکو ماشومانو د وژلو امر کړی چې معيوب زېږي.

د عراق په موصل ښار کې د بشري حقونو د څار سازمان ويلي چې د موصل په ښار کې د داعش ډلې يوې محکمې د نويو معيوبو ماشومانو د وژلو په اړه يوه فتوا صادره کړې چې له مخې يې ټول هغه نوي زېږېدونکي ماشومان چې معيوبه وي او يا هم په نورو روحي او اعصابي ناروغيو اخته وي بايد ووژل شي.

داعش ډلې د عراق په ټولو هغو سيمو کې چې د دوی تر ولکې لاندې دي، ددغې فتوا د تعميل خبر ورکړی.

ويل کيږي چې ديادې فتوا له صادرولو وروسته د معيوبو ماشومان وژل پيل شوي چې تر دا مهاله يوازې د موصل په ښار کې ۳۸ تنه معيوب ماشومان د زهرجنو پيچکاريو په واسطه وژل شوي دي.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې په افغانستان او عراق کې ډیری ماشومان معيوب زيږي چې د روغتيايي پوهانو په وينا دغه ډول زېږېدني په جګړو کې د کيمياوي وسلو د استعمال له امله رامنځته کيږي.

بايد وويل شي چې په عراق او افغانستان کې د امريکا له يرغل وروسته دغه ډول زيږېدنې زياتې شوې دي چې د افغانستان په شان د غربت ځپلي هيواد خلک ددغه ډول ماشومانو د زېږېدو او د هغوی د روغتيايي خدمت په اړه اندېښمن دي.

که څه هم په نوره نړۍ کې په نړيواله کچه د کوچنيانو د خدمت او هر ډول معيبوبو کوچنيانو له پاره د تعليم او ښه ژوند زمينه برابريږي خو دا لومړی ځل دی چې د داعش وسله والې ډلې د معيوبو کوچنيانو د وژلو امر کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبد الله محمد

که دا رښتیا وي، نو دا هم د داعش د نورو ظلمونو او وحشتونو په شان یو ظلم او وحشت دي. د معیوب خدمت په کار دی، وژل یې کوم جواز لري؟

Omer jan

هر خبری را که نشر می کند اول باید کمی در باره اش تحقیق نموده و با مرجع اش به نشبر برسانید.شخصا چندین ویب سایت های انگلیسی و عربی را مشاهده نموده ام . اینگونه خبر را ندیده ام .

khalid

این هم آدرس یکی از سایت ها که خبر را نشر کرده این که خبر راست است یا دروغ اینرا دیگر والله اعلم چون ما شخصا د رآنجا حضور نداریم که به چشم سر خود مشاهده کنیم وصدفیصد یقین مان حاصل شود آدرس این است
http://www.independent.ie/world-news/middle-east/isis-issues-fatwa-ordering-children-with-down-syndrome-to-be-killed-at-birth-34288467.html

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x