افغانستان

بلخ: اووه زره ښځې په نشو روږدې دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لېندۍ ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): دافغان ميرمن بنسټ وايي چې په بلخ ولايت کې اووه زره ښځې په نشه يي توکو روږدي دي.

ددغه بنسټ مسوولينو په مزار شريف کې د ښځو د هر اړخيز ژوند دڅېړلو په اړه يوې خبري غونډې ته وويل چې په بلخ کې ۷ زره ښځې په نشه يي توکو روږدي دي.

د ياد بنسټ مسوولې ميرمن عارفې صفار وويل چې د ښځو په ژوند کې د نورو ګواښونو تر څنګ د نشه يي توکو استعمال يو هم له جدي ګواښونو څخه دی چې له امله يې ډېرې ښځې د ژوند له خوږو بې برخې کړي دي.

هغې وويل چې په بلخ ولايت کې دځوانانو او ښځو تر منځ د نشه يي توکو د کارولو ستونزې ورځ تر بلې دزياتېدو په حالت کې دي چې تر اوسه په بلخ کې دمعتادو ښځو شمېره ۷ زره ته رسيږي.

نوموړې وايي چې په افغانستان کې د نشه يي توکو کر او تجارت هغه څه دي چې له امله يې د معتادينو په شمېر کې زياتوالی راوستی او ښځې د نشه يي توکو د کر او د هغو د حاصلاتو د راټولولو پر مهال په نشه یې توکو د استعمال عادت اخلي.

بل لور ته په بلخ کې د خط نو په نامه د يوې ټولنې مشر وويل چې ددوی د ټولنې څېړنو ښودلې چې په بلخ کې ۲۰۰ زره نشه يي کسان ژوند کوي.

هغه د عامې روغتيا ادارې د معلوماتو پر بنسټ وويل چې دغه روږدي کسان په ورځ کې يو ګرام نشه يي توکي استعمالوي چې له مخې يې په بلخ کې هره ورځ تر ۲۰۰ زره ګرامه نشه يي توکي کارول کيږي.

خو د بلخ د ښځو د چارو رييسې ميرمن شهلا حديد د افغان میرمن بنسټ له خوا په دغه ولايت کې د روږدو ښځو شمېر رد کړه او زياته يې کړه چې په بلخ کې تر اوسه ۶۴۸ تنه په نشه يي توکو روږدي دي.

د يادونې وړ ده چې افغانستان ته د امريکايانو له راتګ وروسته د هېواد په نږدې ټولو ولايتونو کې د کوکنارو کښت او قاچاق په بې سارې توګه زیات شو چې له امله يې څو ځله افغانستان په نړيواله کچه د نشه يي توکود صادروونکو هېوادونو د نوملړ په سر کې راغی.

د روغتيايي چارو د پوهانو په وينا که چېرته دولت په افغانستان کې د کوکنارو د کښت او تجارت مخه ونه نيسي نو په راتلونکې کې به په افغانستان کې د معتادينو شمېره د نړۍ د هېوادونو په کچه تر ټولو زياته شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x