fbpx
facebook-voting-dead

دفيسبوک بېلابېل کارول !

د ۲۰۰۴ کال د فبرورۍ په څلورمه نېټه  په امریکا کې اوه ويشت کلن ځوان مارک زکربرګ ، د فیسبوک په نامه د اړیکو یوه ټولینیزه شبکه ( جال )  جوړه کړه ، چې په لنډه موده کې په چټکۍ مشهوره او د نړۍ ګوټ ګوټ ته ورسېده.

  دغه شبکه  د ټولنیزو اړیکو لپاره ډېره ښه او اسانه لاره ده ، له دې لارې هرڅوک کولی شي ځان ته ملګري پیدا کړي ،  له هغوی سره خبرې وکړي، عکسونه او ویډیو ګانې شریکې کړي او نور ټولینیز مسایل مطرح کړي.

دا يوه داسې شبکه ده ، چې د هېوادونو نظامونه یې ړنګ کړي دي ، د بېلګې په توګه  د مصر  په هېواد کې د (عرب پسرلي ) په نوم پیل شوي ټولنيز پاڅونونه يادولای شو ،چې فسبوک شبکې پکې مهم رول درلود او له امله يې دحسن المبارک واکمني رانسکوره او ټولو عربي هېوادونو ترې ورته الهام واخيست .

همداسې د نړۍ په نورو هیوادونو کې هم له فیسبوک څخه سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې ګټې اخیستل کیږي،خو یاده شبکه بیا زمونږ په هېواد کې په بېلابېلو ډولونو کارول کېږي ، ځیني خلک یې د دوستانو سره د اړیکو ټینګولو لپاره ، یوه ډله یې د خپلو نظریاتو ، مفکورو ، عکسونو او ویډیوګانو د شریکولو لپاره او ځینې یې د خپل پوهاوي د لوړولو لپاره کاروي  .

داسې خلک هم شته چې په فیسبوک کې خپل او د ملګرو قیمتي وخت ضایع کوي او داسې انګیري ، چې فیسبوک د ټوکو ټکالواو بنډار ځای دی، کله چې عادي کارونه ترسره کړي،  ژرترژره یې په فسیبوک کې لیکي لکه :

 “On the way to…” زه په لاره یم.

  “I am cooking” زه پخلی کوم.

ځیني لیکي: نن زه ډېر خواشینی یم .

 نن زه ډیر خوشحاله یم او یا نن زه تر ټولو خوشحاله ورځ لرم .

یوشمېر بیا دخپلو ماشومانو ، ډوډۍ خوړلو ، بهر ته دسفر  او نور … تصويرونه  له واره خپل فیسبوک کې پورته کوي.

خبرې لنډوم اصلي مطلب ته راځم او هغه دا چې مونږ باید له فسبوک نه دخپلې پوهې دلوړولو کار واخلو ، د نورو له فکر او علمیت څخه پوره  ځان خبر کړو  او هغه څه پرې خپاره  کړو ، چې دنورو ملګرو لپاره ګټور وي ، همدا ډول دځينو مسايلو په اړه زموږ رغنده نظرونه او مشورې هم موږ او هم دفسبوک ملګرو ته درنښت ورکولای شي .

هیله ده خاطر مو پرې دروند نه شي .

کابل: فبروري / ۹ / ۲۰۱۳

لیکوال: عبید الله حسام

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د