افغانستان

د پکتیا قومي مشرانو د بهسود دپېښې د جدي څېړنو غوښتنه وکړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لېندۍ ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): وروسته له هغې چې درې ورځې وړاندې دننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې درې تنو ناپېژاندو وسله والو د يوې کورنۍ اته تنه غړي ووژل د پکتيا قومي مشران يې ددغې پېښې دجدي څېړنو غوښتنه کوي.

له پکتيا ولايت څخه ننګرهار ته راغلو مشرانو وويل چې د يوسف خان د کورنۍ د وژنې په اړه دې دولت او د ننګرهار ولس د مجرمينو په نيولو کې ورسره مرسته وکړي.

له پکتيا ولايت څخه راغلي قومي مشر قومندان داوود په دې اړه جوړې شوې خبري ناسته کې وويل چې ننګرهار ته يوازې د يوسف خان دکورنۍ په بې رحمانه توګه د وژلو د پېښې دڅېړلو په موخه راغلي دي.

هغه وويل چې محمديوسف چې له اره د پکتيا ولايت و، ډېر وخت يې په ننګرهار کې ژوند کړې و، يوه نيکه او بې بدو کورنۍ وه چې هېڅ راز شخصي دښمني يې هم نه لرله.

قومندان داوود د ننګرهار له والي او ولسونو څخه غوښتنه وکړه چې ددغې پېښې د عاملينو په پېداکولو کې دې مرسته وکړي او د قانون په چوکاټ کې دې په سزا ورسوي.

خو ددې تر څنګ نوموړي دا هم وويل چې ددې پېښې د څېړنو په اړه دولت ته دوه ورځې وخت ورکوي او له هغې وروسته به دوی خپل تصميم نيسي.

همدا رازو د پکتيا يو بل قومي مشر او د ولسي جرګې پخواني غړي بيدار ځاځي وويل چې دولتي چارواکو او سيمه ييزو خلکو ورته د پېښې دڅېړنو په اړه ډاډ ورکړی خو هېله يې څرګنده کړه چې بايد دپېښې په اړه لا جدي ګامونه واخيستل شي.

بل لور ته دننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼې وويل چې د يادې پېښې په اړه يې پنځه تنه شکمن کسان نيولي دي.

د يادونې وړ ده چې درې ورځې وړاندې په ننګرهار کې د درې تنو ميلمنو له لوري د يوسف خان په نامه د يوې کورنۍ اته تنه غړي چې پنځه يې ماشومان وو، ووژل شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x