افغانستان

د بهرنيو ځواکونو د اکمالاتو د ماليې بښنې دولت ته سلګونه ميليونه ډالر تاوان اړولی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لېندۍ ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): د ولسي جرګې د يوه پلاوي څېړنو ښودلې چې په افغانستان کې د ميشتو بهرنيو ځواکونو د اکمالاتو په نامه ډير نور اکمالات بې له ماليې افغانستان ته وارد شوي دي، چې له امله يې دولت ته ميليونونه ډالره زيان اوښتی دی.

د ولسي جرګې د منشي مرستيال عرفان الله عرفان چې دوه اوونۍ وړاندې د يوه پلاوي په مشرۍ د حيرتانو بندر ته د څېړنې په موخه تللی و دغه معلومات په خپل څېړنيز راپور کې راټول کړي دي.

په افغانستان کې د ميشتو بهرنيو ځواکونو له پاره افغانستان ته د ټولو راتلونکو توکو په وارداتو ماليه د افغانستان د ماليې، کورنيو او بهرنيو چارو وزارتونو له لوري بښل شوي دي.

عرفان وويل چې د څېړنو پر مهال يې ۲۸ زره داسې جعلي پاڼې ترلاسه کړي دي چې له امله يې نورو تجارتي شرکتونو د بهرنيو ځواکونو په پلمه له ګمرکونو څخه موټر بې مالونه بې ماليې تېرول چې له همدې امله دولت ته سلګونه ميليونه ډالره زيان اوښتی.

هغه وويل چې په دغه فساد کې د دولت يو شمېر لوړ پوړي چارواکي او د ګمرګونو اړوند مسؤلين لاس لري او زياته يې کړه که دولت پلټنې وکړي په نورو ګمرکاتو کې به هم په فساد تورن کسان ونيول شي او غلا به يې په ډاګه شي.

ولسي جرګې په دې اړه د ماليې، سوداګرۍ، او بهرنيو چارو وزيران او د سوداګرۍ وزارت د نفتي توکو مشر د یادې جرګې غونډې ته وربللي و څو د وارداتي توکو دبخښنې په اړه ولسې جرګې ته معلومات ورکړي.

د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي وويل چې د دې موضوع د څېړنو له پاره به يوه کمېټه جوړوي او وروسته به د اړوندو وزارتونو وزيران د موضوع په اړه د ولسي جرګې استجوابيه غونډې ته وربلل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x