نړۍ

عراق کې څلور ترکي سرتيري ټپيان شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لېندۍ ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): د عراق شمال کې څلور ترکي سرتيري ټپيان شوي دي.د ترکيې دفاع وزارت وايي، چې دغه څلور ترکي سرتيري هغه مهال ټپيان شول، چې تېره شپه د دوی پر مرکز توغنديز بريد وشو.

ترکي چارواکي وايي، چې دغه ترکي سرتيري عراق کې د داعش پر ضد جنګېدونکو عراقي عسکرو ته روزنه ورکوي.

غربي رسنيو هم د ياد بريد پخلی کړی او زياتوي، چې دا راکټي بريد د داعش تر ولکې لاندې سيمې موصل څخه شوی دی.

د عراقي چارواکو له قوله، د ترکي عسکرو پر مرکز بريد څو ساعته دوام وکړ او ترکي سرتېرو هم د بريد په غبرګون کې توغنديز بريدونه کړي دي.

د ترکيې اناضول خبري اژانس وايي، چې ټپي شوي ترکي سرتيري د عراق سرحدي ولايت سرنيک کې تر درملنې لاندې دي.

په عين حال کې امريکايي رسنيو د چارواکو له قوله ليکلي، چې سپينې ماڼۍ ترکيې ته ويلي، چې له عراقه خپل هغه سرتيري وباسي، چې عراقي پوځيانو ته پوځي روزنه ورکوي.

وال سټريټ ژورنال د ترکيې لومړي وزير احمد داود اوغلو له قوله ليکلي، چې دوی د بغداد په سلا مشوره ځينې پوځي مرکزونه پرېږدي او له عراقه د ټولو ترکي سرتېرو د ويستلو هوډ نه لري.

احمد داود اوغلو ترکي تلويزون ته وويل، چې دوی د خپل ستراتيژيک پلان له مخې هغه څه کړي، چې دوی ته يې ګټه وه او له دې وروسته به ځينې سرتيري له ترکيې وباسي.

نوموړي په دې اړه ډېر معلومات ور نه کړل.

د وال سټريټ په وينا دا پرېکړه د هغو پارلماني وکيلانو او چارواکو په غوښتنه شوې، چې عراق کې د ترکي سرتيرو شتون ناقانونه بولي.

turkish t
عراقيان خپل هېواد کې د ترکي سرتيرو د شتون پر ضد مظاهرې کوي

د امريکا مرستيال ولسمشر جوبايډن د ترکيې لومړي وزير ته ويلي، چې عراق سره د بې باروۍ او ستونزو د کمولو په موخه دې خپل سرتيري له عراقه وباسي.

تېره ورځ زرګونو عراقيانو خپل هېواد کې د ترکيې سرتېرو د شتون پر ضد لاريون وکړ، د ترکيې بيرغ يې وسوځاوه او ترکيې ضد شعارونه يې ورکول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x