نړۍ

عراق: د قطر د شاهي کورنۍ د غړو په ګډون ۲۷ تنه ښکاريان تښتول شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لېندۍ ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): په عراق کې ۲۷ تنه ښکاريان چې د قطر د واکمنې شاهي کورنۍ غړي هم په کې وو، د نامعلومو وسله والو کسانو له لوري تښتول شوي دي.

د بغداد امنيتي چارواکو ویلي دي چې دغه ښکاريان د عراق د شمال په يوه قبايلي شيعه ميشتې سيمه کې تښتول شوي دي.

امنيتي سرچينه وايي سره له دې چې له ښکاريانو سره امنيتي ځواکونه هم وو خو نږدې سل تنه تښتوونکي په ۵۰ موټرو کې چې په وسلو سمبال وو له ښکاريانو پسې سيمې ته ورغلي و، چې کم شمېر امنيتي ځواکونه ونه توانېدل چې د تښتوونکو مخه ونيسي.

د عربي هېوادنو ګڼ شمير ښکاريان په دغه موسم کې عراق ته د ښکار له پاره ورځي.

د يادونې وړ ده چې د عراق ډیری شيعه ډلې دقطر په سياست نيوکه کوي او وايي چې د سني وسله والو ډلو ملاتړ کوي.

تر دا مهاله د تښتول شويو ښکاريانو څرک نه دی لګېدلی خو د عراق امنيتي مسؤلين وايي چې د ښکاريانو د بېرته راخلاصولو له پاره د لويو عملياتو پلان لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x