نړۍ

مصر د یوې میاشتې لپاره د یوټيوب د بندولو امر وکړ

 نن ټکی آسیا (یکشنبه) : د مصر هېواد یوې محکمې د یوې میاشتې لپاره په خپل هېواد کې پر یوټیوب ټولنیزي ویب پاڼې بندیز اعلان کړ. د مصر چارواکیو رسنیو ته ویلي چې دوی په دې لټه کې دي چې ډېر ژر په خپل هېواد کې د لېدونکیو پر مخ یوټیوب ویب پاڼه وتړي. دوی د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولي یې دا اقدام پورته کړ،نړیوالو رسنیو ته وویل : دا اقدام په يوټیوب کې د یوه سپکاوي نه ډک فلم د خپرېدلو وروسته واخستل شو. د یادونې وړ ده چې تر دې ګړۍ دا جوته نه ده چې آیا دا ګستخانه فلم به هماغه د رسول الله (ص) په په اړه جوړ شوی فلم وي،چې په ټوله اسلامي نړۍ په ځانګړې توګه افغانستان کې یې پر وړاندې مسلمانانو سخت غبرګونونه وښودل او که کوم بل نوی یو وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x